د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې د اسلامي امارت پر وروستیو دیپلوماتیکو پرمختګونو، د خپلواکې ارزونې وړاندیزونو او راتلونکې دوحې ناستې په اړه هر اړخیزې خبرې شوي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې «د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» د ناستې او په بیجینګ کې د افغانستان د سفیر د باورلیک منلو په تړاو معلومات وړاندې کړي او دا یې په ډیپلوماتیک ډګر کې د امارت لپاره هیلهبښونکي پرمختګونه ګڼلي دي.
مولوي امیرخان متقي ویلي؛ اسلامي امارت ملګرو ملتونو سازمان سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري.
نوموړي د سینیرلي اوغلو شخصي هڅې یې ستایلي او د دوحې د ناستې د بریا هیله یې څرګنده کړې ده.
سرپرست وزیر همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهلیک په تړاو د امارت دریځ تکرار کړی.
ښاغلي متقي د سینیرلي اوغلو په خپلواکې ارزونه کې د مثبتو ټکو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان اوسنی وضعیت او د یوناما په شتون کې د بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي.
سینیرلي اوغلو ویلي؛ په کابل کې يې د تېرې اوونۍ «د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» ناسته له نژدې څارله او په کامیابۍ سره یې د ترسره کولو له امله د بهرنیو چارو وزارت ته مبارکي ویلې ده.
نوموړي د ملګرو ملتونو همغږيکوونکي د دوحې د ناستې په اړه د خپلو سفرونو او بحثونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ټینګار یې کړی، چې د دوحې ناستې موخه افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړیوالې ټولنې مسلسل تعامل دی، تر څو په سیاسي برخه کې لا زیات پرمختګونه وشي.
ښاغلي اوغلو په خپله خپلواکه ارزونه کې يې غوښتنه کړې، چې په کابل کې د نورو هېوادونو دیپلوماتیک حضور زیات شي، د افغانستان پر مرکزي بانک د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې وشي او همداراز افغانستان سره تخنیکي او پراختیايي مرستې هم پیل شي.
ده هیله څرګنده کړې، چې نړیوال بانک به په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه مثبته پرېکړه وکړي.
سینیرلي اوغلو ویلي؛ د دوحې راتلونکې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت ته بلنه ورکړل شوې ده او اوس د امارت د ګډون په اړه د ګډونوالو ترمنځ اجماع رامنځ ته شوې ده.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت پلاوی په لوړه کچه ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د همغږيکوونکي له معلوماتو مننه کړې او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت د ملګرو ملتونو سره ګډ کار غواړي او په ټوله کې د دوحې ناسته یو ښه فرصت ګڼي.
ښاغلي متقي زیاته کړې؛ د غونډې د جوړښت، اجندا او ترکیب په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته به امارت د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.