نړیوال بانک به په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه ناسته وکړي، چې د افغانستان د بانکي سکتور د ودې، د تعزیراتو د ختمېدو او په افغانستان کې د نړیوال بانک د نیمګړو پروژو په بیا پیلولو به پکې بحث وشي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینزر اوغلو سره لیدنه کړې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي د اسلامي امارت له مسولینو څخه مننه کړې، چې د نوموړي د ماموریت پر مهال یې ورسره مرسته کړې ده او ویلي يي دي؛ غواړي چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ اړیکي پراختیا پيدا کړي.
فریدون سینزر اوغلو د اسلامی امارت لخوا د سیمه ییزو همکاریو د کانفرانس جوړولو نوښت ستایلی او زیاته کړې یې ده؛ دغه ډول ناستې د افغانستان لپاره خورا مهمې دي.
نوموړي د دوحې راتلونکې ناسته هم د افغانستان لپاره یو ښه فرصت بللی او هیله یې ښودلې چې د اسلامي امارت استازی به پکې د ګډون ترڅنګ د یو شمېر هېوادونو له استازو او دیپلوماتانو سره وګوري.
اوغلو ویلي؛ ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي اړتیا ویني، چې د نړیوالو شریکانو په خوښه به ټاکل کېږي؛ خو د دغه استازي د کار ساحه او لایحه به د افغانستان لپاره د سولې د پخوانیو ځانګړو استازو سره توپیر ولري.
نوموړي خوشبیني ښودلې، چې د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون نړیواله ټولنه لېواله ده، چې له اسلامي امارت سره اړیکي پیل او همکاري وکړي.
د نوموړي په وینا؛ افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره مهم دی او د افغانستان ثبات د سیمې د امن او ثبات په معنی دی.
د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او له دې کنفرانس وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت تغییرات راشي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ویلي؛ چې هيڅوک د اسلامي امارت د نسکورېدو په هڅه کې نه دی، بلکې ټول غواړي چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره وصل شي.
ښاغلي اوغلو ویلي؛ نړیوال بانک به په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه ناسته وکړي، چې د افغانستان د بانکي سکتور د ودې، د تعزیراتو د ختمېدو او په افغانستان کې د نړیوال بانک د نیمګړو پروژو په بیا پیلولو به پکې بحث وشي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د یاد د راپور ډېرې برخې تاییدوي خو له یوې برخې سره یې چې دافغانستان لپاره د ځانګړي استازي غوښتنه کوي همغږی نه دی.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما په شتون کې د سولې د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نه ویني.
نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت هم غواړي، چې له نړۍ سره ښې اړیکي ولري او د دوحې په راتلونکې ناسته کې یې د اسلامي امارت د استازو د ګډون په اړه بحثونه پيل کړي دي.
سیاسي مرستیال د نړیوال بانک له لوري د نیمګړو پروژو د بیا پیلېدو هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې دې د افغانستان د بیارغونې، بشري مرستو او پر بانکي سیستم د تعزیراتو په لرې کولو کې اغېزمن ګامونه واخیستل شي.