د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په هېواد کې د مېشتو عرب قوم له قومي مشرانو او علمای کرامو سره لیدنه کړې.
د عرب قوم مشرانو او علماوو ویلي؛ چې د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د دوی ولسونه مېشت دي او ټول په یو خوله یو ځل بیا له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ په ډاګه کوي.
د عرب قوم مشرانو زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان د قومونو د قربانیو او د مجاهدینو د سرښندنو نتیجه ده، چې ساتل او ترې ملاتړ یې هم د ټول افغان او مسلمان ملت مکلفیت او مسولیت دی.
د نوموړو په وینا؛ د اسلامي نظام په راتګ سره د افغانستان ټول قومونه د ورونو په څېر ژوند کوي، د هیچا حق نه پایمالېږي او اسلامي امارت ټول اقوام پر ځان را ټول کړي دي.
هغوی دغه راز د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د عرب قوم ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ خوشاله دی چې د افغانستان ولسونه له داسې نظام ملاتړ کوي چې تګلاره یې د اسلامي شریعت نافذول او د افغانستان کړیدلي ولس ته خدمت کول دي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ له پینځو لسیزو را وروسته افغانانو د ارام ساه اخیستې او اړتیا ده، چې ملت او امارت په ګډه د هېواد د ابادۍ، سوکالۍ او پياوړتیا لپاره کار وکړي.
نوموړي دولتي موقف امتیاز نه بلکې د خدمت کولو فرصت بللی او ویلي يي دي؛ ټول مسولین په دې مکلف شوي، چې د خپلو امکاناتو په محدوده کې د ولسونو غږ واوري او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ په اسلامي نظام کې ټول اقوام او وګړي یو شان حق لري او د افغانستان د اساسي پرمختګ لپاره اسلامي امارت په سترو پروژو او د بنسټونو په رغولو کار پیل کړی دی.