ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال: د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه نوی نسل له دغه شومې پدیدې ژغوري

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولاسون او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال راغلو استازو سره د نشه یي توکو پر وړاندې د معینیت کړنې، فعالیتونه، لاسته راوړنې، همدارنګه په هېواد د عالیقدر امیرالمؤمنیین حفظه الله فرمان چې د کوکنارو د کښت، قاچاق، پیر، پلور  په اړوند صادر شوي وو معلومات شریک کړي، او په هېواد کې د روږدو کسانو په راټولولو حمایې، تداوي او زده کړو په اړه هم معلومات ورکړي دي.

نوموړي ویلي؛ موږ او تاسو په هوکړې سره یوازې په افغانستان کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې د نشه یي توکو د کښت، قاچاق، پیر او پلور مخنیوۍ وکړو ترڅو نوي نسل مو له دغه شومې پدیدې څخه په امن پاتې شي.

ښاغلي همکار له راغلو استازو څخه د روږدو کسانو د حمایې، تداوي او د کروندګرو لپاره د بعدیل معشیت په اړه د بشپړې همکارۍ غوښتنه کړې.

نیکلولاسون د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت کړنې، فعالیتونه او لاسته راونې ستایلي او د نشه یي توکو پر وړاندې یې یاده مبارزه بریالې بللې.

نوموړي زیاته کړې؛ نشه يي توکي د نړۍ ګډ دښمن دي، چې موږ ستاسو سره به دغه مبارزه کې پوره همکار یوو.