ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال او یوې خیریه موسسې د رییس لیدنه؛ کډوالو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو خبرې شوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د (آی، ایچ، ایچ) خیریه موسسې له رییس مجاهد کلیچ او مسولینو سره لیدنه کړې.

مجاهد کلیچ د نورو په استازولۍ د یادې موسسې د فعالیتونو، کړنو او پروګرامونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

کلیچ ویلي؛ د (آی، ایچ، ایچ) خیریه موسسې تر دې مهاله د جوماتو جوړولو، کرنې، د اوبو څاګانو د کېندلو او کارموندنې، د شهیدانو او معلولینو له کورنیو سره د مرستې او ناروغانو د درملنې په برخو کې اغېزمن او پام وړ اقدامات کړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې موسسې مسولین هڅه کوي، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د خپلو خیریه فعالیتونو په پراخولو سره د پورته ذکر شویو مرستو او فعالیتونو سربېره بې وزله او نادارو خلکو ته د خوراکي توکو د تامین او د دوی د ځان بساینې په برخه کې هم فعالیت وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د (آی، ایچ، ایچ) خیریه موسسې مسولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د افغانستان بې وزله خلکو سره د مرستې په خاطر د یادې موسسې د فعالیتونو او کړنو مننه او قدردانی کړی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په پورته ذکر شویو برخو کې د یادې موسسې مرستې اغېزناکې بللي او د دې موسسې له رییس او مسولینو یې غوښتي، چې تازه اجباري راستنو شویو کډوالو ته د کډوالو په ښارګوټو کې د شغلي فرصتونو د رامنځته کېدو او مسکن جوړولو په برخه کې هم همکاري وکړي.