په افغانستان کې د يونسیف ادارې رییس فران ایکویزا د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي سره د مخه ښې ليدنه کړې.
د دې کتنې په لړ کې فران ایکویزا ویلي؛ په افغانستان کې يې د ماموريت دوه کلونه په داسې حال کې پای ته ورسېدل، چې ياد دوه کلونه به يې د ژوند وياړ او خوږه خاطره وي.
نوموړي په خپل کاري بهير کې د اسلامي امارت له ټولو ادارو او په ځانګړي توګه د بهرنيو چارو وزارت له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ زياته کړې؛ له ده وروسته به ډاکټر تاج الدين د نوموړي پرځای په افغانستان کې د يونسيف ادارې کارونه پر مخ وړي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په افغانستان کې د يونسیف فعالیتونه تاريخي او اږدمهاله بللي او له يادې ادارې څخه يې ځانګړې مننه کړې.
شېر محمد عباس ستانکزي د ايکويزا کاري لړۍ ستایلې، افغانستان يې د نوموړي دويم کور بللی او د يونسيف راتلونکي مشر ته په چارو کې برياليتوب هيله څرګنده کړې.