د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د اوزبیکستان هیواد سفیر ښاغلي خواجه یادګار شادمانوف لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د پلاوو پر تګ راتګ، دوه اړخیزه سوداګرۍ او له قرارداد سره سم افغانستان ته د وارداتي برښنا پر لېږد هر اړخیزې خبرې وشوې.
دغهراز مولوي امیرخان متقي له اوزبیکستاني پلاوي سره د افغان سوداګرو او د ترانسپورټي برخې دکارکوونکو ځینې ستونزې شریکې کړې.
ښاغلي مقتي صاحب ویلي؛ که افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته پر وخت ویزې ورکړل شي، په دوه اړخیز سوداګرۍ کې به اړین پرمختګ رامنځته شي او دواړه هېوادونه به په کافي ډول ګټه ترې پورته کړي.