ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ندامحمد ندیم: چین کې د افغانستان سفیر باورلیک منل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او علمي پرمختیا په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د چین سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د نیکو تاریخي، سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه خوښي څرګنده کړې او پر پراختیا یې ټینګار کړی.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي؛ چین تل د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او نن هم د اسلامي امارت د تګلارو او خودکفایۍ ملاتړ او درناوی کوي.

مولوي ندا محمد ندیم په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې د چین د مرستو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړې؛ له ټولو هېوادونو مو غوښتنه دا ده، چې د افغانانو د اړتیاوو په اساس خپلې مرستې تر سره کړي.

نوموړي په یاد هېواد کې د افغانستان د سفیر د باورلیک په منلو کې، د چین د وروستي اقدام ستاینه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او علمي پرمختیا په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه بللې ده.

په کابل کې د چين سفير جاو شنګ د دواړو هېوادونو ښو تاريخي او اقتصادي اړيکو ته په اشارې سره ویلي؛ د چين حکومت د افغانستان مذهبي او کلتوري ارزښتونه او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى کوي، چې وروستۍ ډيپلوماتيکې کړنې هم د دې ادعا څرګندونه کوي.

جاو شنګ زیاته کړې؛ چين له افغانستان سره د کرنې او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پراخې سوداګريزې اړيکې لري او په پام کې ده، چې دغه اړيکې د پخوا په پرتله لا پراخې شي.

نوموړي دغه راز د اکاډمیکو او تحصیلي اړیکو پیاوړتیا او د تحصیلي بنسټونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو په اړه خبرې کړي او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.