ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

توماس نیکولسن د مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې؛ دوحې ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیايي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره لیدنه کړې.

توماس نکولسن د دوحې ناسته د افغانستان او نړۍ د اړیکو لپاره مهمه بللې او ویلي يي دي؛ د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکی وروستی راپور په مخته تګ تمرکز لري.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې راپور کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې، د امارت پر وړاندې پرتې ننګونې او د پرمختګ لپاره لارې چارې په ګوته شوې دي.

د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي ویلي؛ پدې راپور کې راغلي، چې اړتیا ده اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې استازی ولري څو خپل غږ تر نړۍ ورسوي.

نوموړي زیاته کړې؛ دوحې ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیایي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي.

ده ویلي؛ اروپايي اتحادیې ته د ځانګړي استازي په پرتله د افغانستان ۴۰ میلیونه نفوس ته امنیت، کاري فرصتونه او سوله ډېر اهمیت لري .

د نوموړي په وینا؛ اروپايي اتحادیې له پاکستان څخه راستنو شویو کډوالو سره مرسته کړې او په راتلونکي کې به یې هم وکړي.

مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د اروپایي اتحادیې له مرستو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ ویلي؛ اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د راپور ډېرې برخې تاییدوي او په افغانستان کې د نړیوال ، اسلامي او اسیایي بانکونو د فعالیت، د نیمګړو پروژو د بیا پیلېدو او د افغانستان پر بانکي سیستم د بندیزونو د لرې کېدو هرکلی کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې بشپړ ملي حاکمیت رامنځته شوی، جګړه، فساد، نشه يي توکي او زورواکي ختمه شوې، چې خلک یې بیا تکرار نه غواړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت له نړۍ په ځانګړي ډول له اروپايي هېوادونو او اروپايي اتحادیې سره نېکې اړیکې او مثبت تعامل غواړي.