ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د يوه مثبت پړاو پيلامه وي

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلاسن د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره لیدنه کړې.

په دې ناسه کې د افغانستان په اړه په وروستيو کې د لندن ناستې، تېره اوونۍ په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا تر سره شوې د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار ناستې، په دوحه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د استازو د راتلونکې ناستې، د اروپايي ټولنې له خوا د نيمه پرمختيايي مرستو، په اروپا کې مېشتو افغانانو له پاره د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو او يو لړ نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوي.

په پيل کې د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د بهرنيو چارو سرپرست وزير ته د لندن ناستې په اړه معلومات ور کړي، هغوی ته يې په کابل کې د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار ناستې د بريالي ترسراوي له کبله مبارکي ویلې او د سيمې او نورې نړۍ له هېوادونو سره يې دغه ډول ناستې ګټورې بللي دي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير ویلي؛ اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړيکو ساتلو پاليسي لري او هيله لري، چې د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د يوه مثبت پړاو پيلامه وي.

مولوي امیرخان متقي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د دغې ناستې په اړه په ټوله کې مثبت نظر لري، او د معنیٰ داره ګډون په اړه غور کوي.

په پای کې دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو او همکارۍ د پياوړتيا او پراختيا ژمنه تکرار کړې.