ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: روغتونونو کې اصلاحات خلک له معیاري روغتیايي خدمتونو څخه برخمنوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د استخباراتو روغتون مسولینو او متخصصینو سره لیدنه کړې.

د استخباراتو روغتون ریيس ‌‌‌‌‌‌مولوي عبدالمالک مبشر د دې روغتون د تشکیلاتو، کړنو او پروګرامونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

د استخباراتو روغتون ریيس د یاد روغتون د کړنو په اړه ویلي؛ دا روغتون د متخصصو او مجربو ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو لرلو سره په بېلابېلو برخو کې ۲۴ ساعته ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ یاد روغتون طبي امکاناتو او پرمختللو وسایلو ته اړتیا لري او د اسلامي امارت له مسولینو څخه یې غوښتي، چې په هغه اړه ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د استخباراتو روغتون مسولینو او متخصصینو ته د ښه راغلاست پرمهال روغتیايي پرسونل د ټولنې له زیارکښو قشرونو څخه بللي او خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یې د هغوی کړنې ستایلي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت خلکو ته د معیاري خدمتونو برابرولو ته ژمن دی او د امکان تر حده کوښښ کوي د متخصصو ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو استخدام، د پرمختللو طبي وسایلو برابرولو او په روغتونونو کې د اصلاحاتو راوړلو سره خلک له معیاري روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شي.