ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل درناوي په رڼا کې مثبت تعامل غواړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او له مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دریاست الوزرا له سیاسي مرستیال څخه مننه کړې، چې ټولو هېوادوالو ته یې په ازادانه ډول د لیدنې زمینه برابره کړې او خپل مشکلات ورسره شریکولای شي او په وینا یې دا د حکومتولۍ غوره ځانګړنه ده.

نوموړې ویلي، چې نړیواله ټولنه افغانستان کې د بنسټیزو پروژو عملي کولو ته لېواله ده او اړتیا ده، چې افغانانو ته بنسټیز پرمختیایي او پراختیایي کارونه وشي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړې؛ سره له دې چې په نړۍ کې کړکیچونه او مهم موضوعات ډېر دي خو بیا هم نړۍ افغانستان نه دی هېر کړی او غواړي چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې مرستې وکړي.

د هغې په وینا؛ د دوحې راتلونکي غونډه د افغانستان او افغانانو لپاره د بشري مرستو د جلبولو او د افغانستان د ثبات او پرمختګونو لپاره ښه فرصت دی.

نوموړي هیله ښودلې، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي په ګډون به د افغانستان حقیقي انځور ته انعکاس ورکړل شي.

دغه راز په دې ناسته کې به د هېوادونو له استازو سره د اسلامي امارت پلاوي ته د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ناستو او د نظرونو د تبادلې فرصت برابر شي.

نوموړې له پاکستانه د افغان کډوالو په اجباري اخراج اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا موضوع به د دواړو هېوادونو اړیکي زیانمنې کړي.

د هغې په وینا؛ پاکستان ته یې د سفر پرمهال د هغه هېواد له چارواکو سره دا اندېښنې شریکې کړې دي.

په دې ناسته کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې افغانستان د ملګرو ملتونو د فعاله غړي په توګه پاتې شوی او غواړي د دې سازمان فعال غړی و اوسي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام په رڼا کې مثبت تعامل غواړي او یوناما په دې برخه کې مهم رول لوبولای شي.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړې باید په رسمیت و پېژندل شي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ دې اسلامي امارت ته ورکړل شي.

هغه د نړیوالو لخوا په اسلامي امارت او د اسلامي امارت په چارواکو بندیزونه غېر عادلانه بللی او ویلي یې دي، چې دې بندیزونو له نړۍ سره د تعامل، مذاکراتو او سیاسي تفاهم مخه نیولې ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له روزا اوتونبایوا څخه هیله کړې، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان واقعیتونه بیان کړي.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د ښاغلي فریدون سینیرلي اوغلو په راپور کې له مثبتو ټکو سره توافق لري، خو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره موافق نه دی.

محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې افغانستان کې امنیت تامین دی، د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق، د اداري فساد او جرمونو مخه نیول شوي او افغانان هوسا ژوند کوي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت نړۍ ته ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه به هیچا ته مشکل نه جوړیږي.

دغه‌راز له افغانستان څخه د پاکستان په ګډون هېڅ ګاونډی ته امنیتي مشکلات نه دي جوړ شوي، ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده چې په افغانستان پورې اړه نه‌لري.