ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس پیل شو

نن شنبه د لوړو زده‌کړو وزارت رهبري له لوري د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیمي بدلون ستر علمي درې ورځنی نړیوال کنفرانس پیل شو.

یاد کنفرانس کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو او د کورنيو او بهرنيو پوهنتونونو یو شمېر استادانو ګډون کړی.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یاد کنفرانس کې ویلي، چې افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د زیانونو مخنیوي لپاره باید نړۍ په ځانګړې ډول صنعتي هېوادونه خپل مسولیت ادا کړي.

نوموړي ټینګار کړی؛ هغه څه چې د افغانستان مشروع حق بلل کېږي باید ورکړل شي.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز زیاته کړې، چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو له خوا لاسلیک شوي تړونونه یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي او اړتیا ده، چې دغه سازمان عملي ګامونه پورته کړي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ افغانستان کې د اقلیمي بدلون په پایله کې د ځمکې لاندې اوبه کمې شوې او یو میلیون افغانان اوس هم په تنفسي ناروغیو اخته دي.

د لوړو زده‌‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم هیله ښودلې، چې دغه ډول کنفرانسونه به له اقلیمي بدلون څخه د اغېزمن افغانستان ریښتینی انځور نړیوالو ته وړاندې کړي او ټول نړیوال لوري به دې ته وهڅوي، چې له سیاسي ملحوظاتو پرته د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو په موخه افغانستان ته بودیجه ځانګړې کړي.

ښاغلي ندیم زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس اقلیمي بدلون افغانستان سخت زیان من کړی او خپله په اقلیمي بدلون کې هېڅ رول نه لري.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد ویلي؛ د اوبو د سطحې ښکته کېدو له امله په هېواد کې بېلا بېلې ناروغۍ خپرې شوې دي.

ښاغلي عباد په دې برخه کې له اړوند موسسو او نړیوالو ادارو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري ویلي، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره جوړې شوې قطعې ټول هېواد کې په ښه توګه د ځنګلونو د وهلو مخنیوی کړی.

ښاغلي عمري زیاته کړې؛ د ځنګلونو د پراختیا او اقتصادي کولو لپاره د منظم پلان له مخې کار پیل شوی دی.

دغه راز د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر ویلي، چې سږ کال به هېواد کې بزګرو ته ۳۵ زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم ورکړل شي.

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف‌الله خیرخواه ویلي، چې لوړو زده‌کړو وزارت څېړنو ته د زمینې برابرولو په موخه په ملي او نړیوال کنفرانسونو پانګونه کوي او په ملي قضایاوو کې د پوهنتون استادانو ته د څېړنو زمینه برابروي.

ښاغلي خیرخواه زیاته کړې؛ راتلونکی کال به هېواد کې د یوه منظم پلان له مخې علمي کارونو او څېړنو ته ښه زمینه برابره شي.

د نوموړي په وینا؛ د نړۍ کمزوري اقتصاد لرونکو هېوادونو اقلیم تل د پرمختللو هېوادونو له امله زیان لیدلي، چې له دې ډلې افغانستان هم دی.

ښاغلي خیرخواه له پرمختللو هېوادونو غوښتي، چې د اقلیم بدلون له امله د اوښتو زیانونو تاوان پرې کړي.

د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس پر لومړی ورځ د چارواکو په ګډون ګڼو استادانو، څېړونکو او پوهانو خپلې ویناوې وړاندې کړې او د اقلیم ساتنې او بدلون پر وړاندې یې د مبارزو پر لارو چارو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د یاد کنفرانس لپاره د ۲۵۰ په شاوخوا کې څېړنیزې مقالې لېږل شوي، چې ۲۰ یې له بهرنیو هېوادونو څخه دي.

‏دا کنفرانس به درې ورځې دوام وکړي او شنونکي به د اقلیمي بدلون د بدو پایلو مخنیوي په موخه دولت ته مؤثرې طرحې وړاندې کړي.