ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت د بیا واکمنېدو په دویم کال کومې لاسته راوړنې لري؟

اسلامي امارت د بیا واکمنېدو په دویم کال کومې لاسته راوړنې لري؟ / احسان الله عادل

د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي میاشتې ۹مه نېټه د افغانستان لپاره په دې خاطر یوه تاریخي ورځ وه، چې افغانان د امریکا په مشرۍ د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې بریالي شول، د ښکېلاک کرغېړن ټغر ټول شو او د دوو لسیزو یرغل ته یې د پای ټکی کېښود.

له هېواده د وروستي امریکايي سرتېري په وتلو سره په خپلواکه توګه هېواد کې د اسلامي نظام بنسټ کېښودل شو، افغانان هیله مندې سولې ته ورسیدل او وینه تویونه بنده شوه.

که څه هم نړيوالې ټولنې د لوېديځ او په ځانګړې توګه د امريکا د فشار له امله د افغانستان نوی اسلامي نظام په رسميت نه دی پېژندلی؛ خو اسلامي امارت د ځینو خنډونو او ستونزو سره سره د خپلې واکمنۍ په دویم کال له تېرې ادارې نه ورپاتې شوو ډېرو ستونزو سربیره په امنیتي، اقتصادي، سیاسي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې او خورا ډیرې بریاوې لري.

په افغانستان کې د اسلامي نظام له بیا راتګ سره شرعي احکام نافذ شوي، اصلاحات او روڼتیا رامنځته شوې، ټولنیز عدالت ټینګښت موندلی، اداري او اخلاقي فساد له منځه تللی، د هېواد په ملي عوایدو کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی، ملي بودیجه پرته له کوم بهرني ملاتړ څخه جوړه شوې او تر ټولو مهم په هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی.

اوس چې په هېواد کې د اسلامي امارت بیا ځلې حاکمیت دوه کلن شوی، د څښتن تعالی په نصرت د اسلامي نظام بنسټ د پوځي او ملکي چارواکو په هڅو لا پسې پیاوړی شوی دی او افغانانو له ډیرو کړاوونو ګاللو وروسته د ارام ساه حس کړې.

د هېواد د ابادۍ او اقتصادي پیاوړتیا لپاره د پام وړ ګامونه اخیستل شوي، په اصلاحاتو او روڼتیا سره مو ملي عواید ډېر شوي او د عامه خدمتونو وړاندې کولو بهیر لا ګړندی شوی دی.

افغانستان د مهمو او حیاتي پروژو لکه د قوش تیپې کانال، د سالنګونو لویه لار، د کندهار-کابل لویه لار او ورته نورې لويې او وړې پروژې د ملي عوایدو څخه د تمویل سربیره د دویم کال بودیجه هم د هېواد له کورنیو عوایدو جوړه شوې ده.

رهبري او حکومتولي

د اسلامي امارت رهبري او حکومتولي له پیل څخه تر دې دمه د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې په یوه سالم سیاست باندې بنا ده، په همدې بنسټ په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت ټولې کورنۍ او بهرنۍ چارې د همدې سیاست له مخې برابرې شوې او پرمخ وړل کیږي.

د روښانه او سالم سیاست په خپلولو سره په کور دننه او نړیوالو موضوعاتو کې واحد دریځ منځته راغلی دی.

د اسلامي سیاست پر بنسټ د عامه تګلارې او ستراتیژۍ پلي کول په هېواد دننه او بهر کې لاسته راوړنې لري.

د اسلامي نظام ټنګښت، د هېواد رښتنې خپلواکي تامینول، د سراسري امنیت ټینګښت، په اسلامي روحیه د امنیتي ځواکونو روزنه، د نشه يي توکو د کر او قاچاق څخه مخنیوی، د اسلامي حکمونو پلي کول، مرکزي سیستم رامنځته کول، د مسولینو او ولس ترمنځ د واټن له منځه وړل، ټول بښنې ته ژمنتیا، هېواد ته د افغان شخصیتونو راستنېدو ته زمینه برابرول، هېواد کې د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول، اطلاعاتو ته اسانه لاسرسی، له رسنیز فعالیتونو څخه ملاتړ، د هدفمنو اړیکو ساتل او د ولس ستونزو ته رسېدنه؛ هغه څه دې چې اسلامي امارت په خپل کورنۍ سیاست کې رامنځته کړي او لاهم یې د پراختیا هڅې کوي.

همداراز د اسلامي امارت خاریجي سیاست د بې طرفۍ، ښه ګاونډیتوب او په نړیوالو تعاملونو کې د افغانستان د ملي ګټو خوندي ساتلو په اصل ولاړ دی.

له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره د اړیکو پراختیا، په بهر کې د هېواد د سیاسي او قونسلي استازولیو فعالول، په نړیوالو تړونونو کې د پیدا شوو اندېښنو له منځه وړل، په بنسټیزو پروژو کې د بهرنیو پانګوالو راجلبول، د بشري مرستو راجلبول، د نیمه پاتې پروژو بیا پیلول او د سوداګریزو اړیکو او ټرانسپورټي برخو کې اسانتیا او پیاوړتیا رامنځته کول د اسلامي امارت د پیاوړي بهرني سیاست ښکارندويي کوي.

روڼتیا او اصلاحات

د اصلاحاتو راوستل او د روڼتیا رامنځته کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي، چې په دې برخه کې هم اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په دویم کال ګڼې لاسته راوړنې لري.

د اصلاحي پروګرامونو پلي کول، د اداري فساد له منځه وړل، د ملي عوایدو زیاتوالی او د خدمتونو په رسولو کې چټکتیا هغه مهم ټکي دي، چې له اسلامي امارت څخه د خلکو د خوښۍ سبب شوي دي.

د ځمکو د غصب په وړاندې مبارزه، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د اصلاحاتو راوستل، د چاپیریال ساتنې په سکتور کې د جواز ورکولو پروسې اسانه کول، د درملو د فابریکو څارنه، هېواد کې د معیارونو رامنځته کول، د خپلسري ودانیو جوړولو مخنیوی، د عوایدو په راټولولو کې روڼتیا، د ازموینو په بهیر کې اصلاحات، د کانونو په ویستنه کې روڼتیا، د برېښنايي شهادتنامو سیستم فعالول، د پاسپورټ غوښتونکو لپاره د اسانتیاوو برابرول، د ښاري نظم او ښاري خدمتونو د تنظیم ښه والی، د ټرانسپورټ په سکتور کې د اسانتیاوو رامنځته کول او د برېښنايي پیژندپانو وېش په برخه کې اسانتیاوې د اسلامي امارت په دویم کال کې د روڼتیا او اصلاحاتو په برخه کې سترې لاسته راوړنې دي.

اقتصادي پراختیا

دا چې افغانستان له کلونو راهیسې د جګړې او یرغل میدان و، نو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و.

د اسلامي امارت په راتګ سره دې برخې ته بشپړه پاملرنه شوې، چې د بقا لپاره یې له ټولو اړینو امکاناتو او فرصتونو کار اخیستل شوی دی.

اسلامي امارت په هېواد کې د پرمختیايي موخو د ترلاسه کولو، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د خلکو د هوساینې، دوامداره اقتصادي ودې او په تدریجي ډول د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې هڅې روانې کړي دي، چې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

له کورني عوایدو څخه د بودیجې تمویل، په ګمرکونو کې د اسانتیاوو رامنځته کول، د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره مالي اسانتیاوې، د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د اوبو او انرژۍ له سرچینو څخه ګټه اخیستنه، د انرژۍ مدیریت، د اوبولګولو تر ټولو لوی کانال (قوش تیپه) پرانیستل او کاري پرمختګ، د کمال خان بند د کانالونو جوړول، د پولي سیاستونو غوره پلي کېدل او د افغانیو د ارزښت ساتل، د سوداګریزو مالونو د لېږد زیاتوالی، په صادراتو کې زیاتوالی، د صنعتي سکتور وده، د کرنې او مالدارۍ پراختیا او د اقتصادي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره د کانونو کارول د اقتصاد په پراختیا کې د اسلامي امارت اولیتونه او لاسته راوړنې دي.

خدمتونه او ټولنیز پرمختګونه

د اسلامي امارت د بشپړې واکمنۍ په دویم کال کې د پخوا په پرتله د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو ښه زمینه برابره شوې ده.

په ټولو سکتورونو کې نظم رامنځته شوی او ټولنیز، روغتیايي او تعلیمي خدمتونو ته د خلکو لاس رسی زیات شوی دی.

د شهېدانو، بې وزلو او معلولینو کورنیو ته رسېدنه، د پوهنې کیفیت لوړاوی، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی، له طبیعي پیښو سره مبارزه، له افغان کډوالو ملاتړ او د هغوی د راستنېدو لپاره زمینه برابرول، د زندانونو چارو ته رسېدنه او د هغوي د حقونو خوندیتوب، د حج پروسې په بېلابېلو برخو کې لازم تدابیر نیول، چاپیریال ساتنې په موخه د چاپیریال ککړونکو موادو مخنیوی، د هېواد د لرغونو او تاریخي اثارو ساتنه، د ټرانسپورټي خدمتونو ښه والی، د مخابراتي خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی رامنځته کول، د سپورټ او بدني روزنې په برخه کې لاسته راوړنې، د شخړو حل او په لرو پرتو سېمو کې د خدمتونو وړاندې کول، حقوقي مرستې او د ټولنیزو خدمتونو پراختیا په دویم کال کې د خدمتونو او ټولنیزو پرمختګونو په برخه کې د اسلامي امارت روښانه بیلګې دي.

اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په دویم کال د کڼو ننګونو سره د نړیوالو اندونو خلاف په امنیتي، اقتصادي، سیاسي، روغتیايي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې د پام وړ لاسته راوڼو سره نړی‌وال په خپلو اندونو کاذب ثابت کړي او د دوي د تمو خلاف په کمو امکاناتو سترو لاسته راوړنو ته یې ګوته په غاښ کړل.

د اسلامي امارت بیا ځلې واکمنۍ د دویم کال پر مهال د هېواد د ابادۍ او اقتصادي پیاوړتیا لپاره د پام وړ ګامونه اخیستل شوي، په ملي عواید کې زیاتوالی راغلی، د عامه خدمتونو بهیر ګړندی شوی، مهمې او حیاتي پروژې د داخلي عوایدو څخه تمویل شوي، عامه نظم رامنځته شوی، ټولنیز، روغتیايي او تعلیمي خدمتونو ته د خلکو لاس رسی زیات شوی او په روښانه سیاست سره په کور دننه او نړیوالو موضوعاتو کې واحد دریځ رامنځته شوی دی.

یادونه: په مقاله کې لیکل شوې لاسته راوړنې د افغانستان د اسلامي امارت د دویم کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو غورچاڼ دی.

که تاسي غواړئ، چې پورته ذکر شوې لاسته راوړنې په تفصلي او مستند ډول ولولئ نو”د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې“ (د اسلامي امارت واکمنۍ د دویم کال مهم فعالیتونه) چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزار دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت د مطبوعاتو ریاست له لوري د  ۱۴۰۲ لمریز کال په وږي میاشت کې چاپ شوی مطالعه کړئ.