ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: په افغانستان کې د اقلیم بدلون زیانونو د مخنیوي لپاره صنعتي هېوادونه باید خپل مسولیت ادا کړي

ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس چې د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې په نوښت او د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب په جلال اباد ښار کې جوړ شوی و، د پوهنتونونو استادانو، په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د اقلیمي بدلون څېړونکيو او کارپوهانو او د اسلامي امارت یو شمېر مسولینو برخه اخیستې وه.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس جوړېدل مهم یاد کړي او هیله یې ښودلې، چې د دې کنفرانس علمي تحقیقات او وړاندیزونه له اړوندو ادارو سره د اقلیمي بدلون د اضرارو په کمولو او مهارولو کې مرسته وکړي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په پایله کې د ځمکې لاندې اوبه کمې شوي او د عامې روغتیا د وزارت په وینا، شاوخوا یو میلیون افغانان اوس هم په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ کوم مسولیت چې اسلامي امارت او افغانانو پورې اړه لري دوی چمتو دي چې هغه ترسره کړي او له هېوادوالو څخه یې غوښتي، چې له نظام سره په ګډه په دې برخه کې کار وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ د ځنګلونو وهلو، له اوبو ناوړه استفادې، د بندونو کمښت او نه شتون او وچکالۍ اقلیم ته بدلون ورکړی دی.

نوموړي د کرنې او مالدارۍ وزارت ته د شنو سیمو د پراختیا، د ځنګلونو د احیا کولو او د شاړو ځمکو د ابادۍ لپاره د اغېزمنو پلانونو د عملي کولو لارښوونه کړې.

سیاسي مرستیال دغه راز له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د اوبو په مصرف کې له احتیاط څخه کار واخلي او ډاډ یې ورکړی، چې د اسلامي امارت له پرېکړې سره سم به د اوبو مهارولو لپاره په ولسوالیو او ولایتونو کې ستر او کوچني بندونه جوړ شي.

نوموړي ویلي؛ د اقلیم د بدلون په اړه ترسره شوي نړیوال کفرانسونه او پروټوکولونه یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي .

مولوي عبدالکبیر له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې باید عملي ګامونه واخلي او صنعتي او پرمختللي هېوادونه باید د افغانستان په اړه خپل مسولیت ترسره کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ د ۲۰ کلنې مبارزې او د قربانیو په پایله کې د اسلامي نظام رامنځته کېدل، د افغانستان د ټولو باعزته، با ناموسه او متدینو قومونو شریکه لاسته راوړنه ده او اړتیا ده، چې د دې اسلامي نظام په ساتنه کې هم ټول اقوام او ولسونه په ګډه هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي نظام پياوړتیا، د افغانستان د رغولو لپاره د اسلامي امارت هڅې او سرتاسري امنیت د افغانستان د دښمنانو، نه خوښېږي او د افغانستان د خلکو دښمنان اوس هم کوښښ کوي، چې له مختلفو لارو او پروپاګنډ د افغانانو ترمنځ یووالی له منځه یوسي.

نو دا چې افغانان د یوه وطن او یوه وجود غړي دي چې دین، هېواد او ملت یې یو دی؛ نو ځکه د دښمن هڅې پایله نه ورکوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې ویلي؛ اسلامي امارت له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې او پدې هېوادونو کې استازولۍ لري.

نوموړي زیاته کړې؛ ګڼ هېوادونه په کابل کې فعال سفارتونه لري او له هېوادونو سره سوداګریز بندرونه پرانستي دي، چې دا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په معنی ده او په حقیقت کې اسلامي امارت د دوی لخوا په رسمیت پېژندل شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ د دوحې د راتلونکې ناستې اساسي موخه له اسلامي امارت سره د دنیا د تعامل پراختیا ده او په وینا يي، افغانستان د نړۍ لپاره امن خوښوي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ په تېره اداره کې د افغانستان لپاره اساسي کار نه دی شوی، یوازې هغه سړکونه پاخه شوي چې د امریکا او ناټو ټانګونه پرې ترمجاهدینو رسېدل.

د هغه په وینا، په تېرو شلو کې نه یوازې دا چې بندونه، برېښنا کوټونه او نور اساسي کارونه ونشول، بلکې هوا او فضا د اشغالګرو له لوري ککړه او خرابه شوه، چې افغانان یې نن زیان ویني.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز ویلي؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري په سترو او اساسي پروژو کار روان دی.

هغه د قوش تېپې کانال، د کابل ــ کندهار، کابل ــ جلال اباد دویم سړک، د هېواد د حلقوي او بین الولایتي سړکونو له رغېدو یادونه کړې، چې د اسلامي امارت له لوري په پلان کې شامل شوي دي.

په دې ناسته کې دغه راز د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندامحمد ندیم، د ښارجوړولو او مسکن وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کلیو او پراختیا وزارت سرپرست محمد یونس اخوندزاده، د چارو ادارې رییس شیخ نورالحق انور، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ریيس حافظ عزیزالرحمن، د ننګرهار ولایت مرستیال مولوي سعید احمد بنوري او د یو شمېر بهرنیو بنسټونو استازو او د پوهنتونونو استادانو هم خبرې کړي.

ویناوالو په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د وضعیت او زیانونو په اړه خبرې کړي او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي له صنعتي هېوادونو څخه یې غوښتي، چې له افغانستان سره بېړنۍ مرستې وکړي.

ویناوالو ټینګار کړی، چې افغانستان د اقلیم په بدلون کې نقش نه لري؛ خو د اقلیم د بدلون له زیانمنو هېوادونو څخه دی.