د ریاست الوزرا لومړي مرستیال او د اقتصادي عالي شورا رییس ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت د اقتصادي شورا، د مالي ثبات کمیټې او د مجوزو بانکونو د سهمدارانو ترمنځ د بانکي سکتور د ستونزو ارزولو او د حل لارو موندلو په موخه د مالي ثبات کمیټې دویمه غونډه کړې.
په دې ناسته کې د مالي ثبات کمیټې د لومړۍ غونډې په وړاندیزونو، پرېکړو او پرمختګونو او د بانکي سکتور پر فعالیتونو، ننګونو او لاسته راوړنو خبرې شوي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د اقتصادي عالي شورا رییس ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ بانکي سکتور د هېواد په رغونه او اقتصادي پرمختګ کې ځانګړی رول لري او په دې سکتور کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي، چې په پایله کې یې د خلکو او سوداګرو باور بیرته ترلاسه کړی دی.
نوموړي خلکو او سوداګرو ته د غوره بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو او د بانکي سکتور د ستونزو پر هوارولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ حکومت ژمن دی ترڅو د هېواد د اقتصادي ستونزو د حل کولو په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول، د انفلاسیون کنترول، د کانونو قانوني ویستنه، د زراعت سکتور معیاري کول، د اوبو مدیریت، د بهرنیو پانګو جذبول او په ټوله کې اقتصادي ودې او سوکالۍ ته لاره هوارول د حکومت د اوږد مهاله پلانونو برخه ده.
ښاغلي برادر اخوند سهمدارانو ته د هغوی د ځان او مال د امنیت ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ په هېواد کې ستاسو د بانکونو د تمویل او پانګونې لپاره په بشپړه توګه خوندي چاپیریال رامنځته شوی دی او تاسې کولای شئ، چې د خپلو بانکونو په پیاوړي کولو مو د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلئ.
نوموړي د بانکونو سهمدارانو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او له هغوی یې غوښتي، چې وطن ته راستانه شي او د حکومت د اقتصادي موخو په ترلاسه کولو کې د سهمدارانو، سوداګرو او پانګوالو څخه د هغوی د همکاریو غوښتنه کړې.
د مالیې وزارت سرپرست وزیر ملا ناصر اخوند ویلي؛ د مالیې وزارت د مالي ثبات د ډاډ منولو لپاره بېلابېل ګامونه پورته کړي دي او د بانکي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې یې د افغانستان بانک سره په همغږۍ ونډه اخیستي ده، چې ښې بیلګې یې ټولې مالي چارې او لګښتونه د بانکونو له لارې ترسره کول، د بانکونو د صعب الحصول پورونو د ترلاسه کولو لپاره کمیسیون جوړول، د مالیې وزارت له لوري په محاکمو کې د بانکونو قضیې ژر څیړل او حل کول او ټول عواید د بانکونو له لارې راټولول دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د مالي ثبات د ډاډمنولو په برخه کې نور پروګرامونه هم په پام کې لري، چې په راتلونکي کې به عملي شي.
د افغانستان بانک سرپرست رییس هدایت الله بدري د افغانستان بانکي سکتور په اړه ویلي؛ د هېواد بانکي سکتور په بحراني وضعیت کې د بانک مشرتابه ته وسپارل شو او پر یاد سکتور د خلکو د اعتماد کچه خورا راټیټه شوې وه، خو د نړیوالو د منفي وړاندوینو برعکس نه یواځې دا چې بانکي سکتور بیرته پر خپلو پښو ودرید، بلکه ډیرې لاسته راوړنې او پرمختګونه هم لري، چې په دې برخه کې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ غوره ارزښت، د بانکي سکتور ټیکاو، د انفلاسیون کنټرول، د اسلامي بانکوالۍ ترویج او پر بانکي سکتور د خلکو د باور زیاتوالی ښې بیلګې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ سربېره پر دې، د افغانستان بانک د بانکي سکتور وضعیت د لا ښه والي لپاره مؤثر پروګرامونه په پام کې لري او ژمن دی، ترڅو د اغیزناکو پالیسیو او ستراتیژیو له لارې د هېواد په اقتصادي پرمختګ او هوساینه کې خپل اغیزناک رول ولوبوي.
په دې غونډه کې د مجوزو بانکونو سهمدارانو هم په خپل وار په انلاین او حضوري ډول د غونډې ګډونوالو سره خپل وړاندیزونه، ستونزې، سپارښتنې او نظرونه شریک کړي او د هېواد د بانکي سکتور د لا پياوړتیا په برخه کې یې خپلې ژمنې تازه کړي.
همداراز یې د بانکي سکتور د ثبات په برخه کې د افغانستان بانک هلې ځلې ستایلي دي.
د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی امر د مالي ثبات کمیټه د بانکي سکتور د ستونزو د حل کولو په برخه کې مؤثره ګڼلې او ویلي يي دي؛ د افغانستان بانک په به خپل وار د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا په برخه کې اغیزناکې او دوامدارې هڅې وکړي.