د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې څه باندې ۶۰۰ زره معلولین، د شهیدانو وارثین او کونډې ثبت شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې له تېر یوه کال څخه په کمه موده کې ۵۰۰ زره د شهیدانو په وارثینو، معلولینو او کونډو د میاشتني معاش د وېش تر څنګ د ملي او نړیوالو مرستندویه سازمانونو له لوري پر ۱۳۰ کسانو نغدي مرستې، خوراکي او غیرې خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د یاد وزارت وياند د شهيدانو او معلولينو يو شمېر وارثانو ته د تخنيکي او مسلکي زدهکړو برابرول او یو شمیر یې په دولتي بستونو کې استخدام د دې وزارت له مهمو فعالیتونو څخه ګڼلي دي.