ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

‎د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د دوحې راتلونکې ناسته له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل پراخېدو په موخه جوړېږي

ننګرهار کې د قومي مشرانو او علماوو ستره ولسي ناسته شوې.

‎په دې ناسته کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سربیره د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو، علماوو، د صنعت او سوداګریزو خونو مشرانو، غړو او ځوانانو ګډون کړی و او له اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ اعلان او د هر راز همکارۍ ژمنه یې کړې.

‎په پیل کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته یې د ننګرهار د امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

‎ د ننګرهار د علماوو شورا رییس ویلي؛ د اسلامي نظام غوره ځانګړنه دا ده، چې د خپلو ولسونو له حاله ځان خبر کړي او ننګرهار ته د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال او نورو مسولینو سفر او له ولسونو سره یې لیدنه د اسلامي نظام غوره ځانګړنه ده.

‎ قومي مشرانو او علماوو د کابل –جلال اباد د دویم سړک رغول، د جلال اباد-تورخم د لویې لارې بشپړیدل او په ولسوالیو کې د روغتیا، پوهنې او سړک رغولو په برخه کې د پروژو پلي کېدو غوښتنه کړې.

‎هغوی دغه راز په تورخم کې د ناروغانو او مسافرو لپاره د اسانتیاوو د برابرېدو د غوښتنې ترڅنګ، د ننګرهار د صنعتي پارک د ستونزو د حل غوښتنه هم کړې.

‎د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار له قومي مشرانو او مخورو څخه د مننې ترڅنګ ویلي؛ د ننګرهار ولسونه هماغه ډول چې د علم او ادب په برخه کې پرمختګونه لري، د افغانستان د ازادۍ او د اشغال د خاتمې په دواړو دورو کې یې فعاله ونډه اخیستې او ډېرې قربانۍ یې زغملي دي.

‎نوموړي زیاته کړې؛ پر افغانستان د اسلامي نظام حاکمیت د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ننګرهار د مجاهدو ولسونو ارمان و او د دې نظام ساتل هم د ټولو افغانانو مسولیت دی، هیچا ته د اسلامي نظام پر وړاندې د بغاوت اجازه مه ورکوئ.

‎د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکي غواړي او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.

‎مولوي عبدالکبیر ویلي؛ ګاونډیان او نړیوال باید ډاډه اوسي، چې اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست پر مخ وړي او له هیچا سره د منازعې رامنځته کېدل نه غواړي، بلکې غواړي چې له نړیوالې ټولنې سره مثبت تعامل ولري.

‎نوموړي د دوحې راتلونکې ناستې ته په اشارې ویلي، دغه ناسته له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل د پراخېدو په موخه جوړېږي.

‎سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ د هغوی په وړاندیزونو به غور وشي، په ختیځو ولایاتو کې به پراختیايي پروژې پلې شي او اسلامي امارت د هېواد رغونه او د بنسټونو جوړول په خپل لومړیتوبونو کې لري.

‎د نوموړي په وینا؛ داسې یو نظام به په نړۍ کې ترسترګو نشي، چې له امیره تر وزیر او بیا د نظام تر عادي مامور پورې ټول په دیني پوهې او علم سمبال وي، له همدې امله د ولسونو خدمت او د خدای تعالی رضا د مسولینو د کار اساس جوړوي.