د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشيع يو شمېر علماوو او مشرانو سره لیدنه کړې.
د دې کتنې په پیل کې علماوو او مشرانو د ټولنيز وضعيت او پراختیايي فعاليتونو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
اهل تشيع علماوو او مشرانو ویلي؛ اهل تشيع د اسلامي امارت په اړه مثبت او ښه لیدلوری لري او د اسلامي نظام هر اړخيز ملاتړ کوي.
دوی د اسلامي له مسولينو څخه غوښتي، ترڅو په ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې د پراختیايي پروژو پلي کېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د اسلامي امارت مسولين د خلکو خدمت او د هغوی ستونزو ته رسېدنه خپل مسوليت او وياړ بولي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د ملت او نظام ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او استحکام لپاره د علماوو او مشرانو رول مهم ياد کړی او له هغوی يې غوښتي، ترڅو په دې برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
د ښاغلي حنفي په وینا؛ اسلامي امارت متوازنې پراختیا ته ژمن دی او د خپل توان تر کچې په ټول افغانستان کې پراختیايي پروژې پلي کوي.