ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالسلام حنفي او د کابل ښاروالۍ تخنيکي مرستيال لیدنه؛ کابل ښار کې په پراختیايي پروژو خبرې شوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښاروالۍ تخنيکي مرستيال انجنیر عامر ياسر سره لیدنه کړې.

انجنیر عامر ياسر د کابل ښاروالۍ د فعاليتونو، کړنو او پروګرامونو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

د کابل ښاروالۍ تخنيکي مرستيال ویلي؛ د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته دغه اداره توانېدلې، چې په خپلې داخلي بودیجې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې زياتې پراختیايي پروژې پيل او پلي کړي او د راتلونکي کال لپاره هم په پام کې لري، چې د کابل ښار د ابادۍ، ښکلي کولو او سرسبزۍ لپاره ډېرې پروژې پلې کړي.

نوموړي همداراز زیاته کړې؛ د کابل ښاروالۍ مسولين او پرسونل د کابل ښار د ابادۍ، تنظيم، ښکلي کولو او سرسبزي لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښاروالۍ تخنيکي مرستيال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نظم، تنظيف او پراختیايي پروژو لپاره د يادې ادارې فعاليتونه او کړنې ستایلي دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زیاته کړې؛ په کابل ښار کې د لويو پروژو پلي کول، ښيي چې که چېرې د پراختیا او پرمختګ لپاره اراده موجوده وي په داخلي بودیجه او ځواک هم ابادي او پراختیا کېدای شي.

ښاغلي حنفي همداراز ویلي: کابل د افغانستان پلازمېنه او يو لوی ښار دی او د ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو مسولين دې د هغه د سرسبزي، نظم او ابادۍ لپاره تر خپلې وسې هڅه وکړي.