د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د هېواد په کچه یې د روان کال د مرغومي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي، چې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۹.۹ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۸۵.۴ ميليون ډالرو ته رسېږي.
یاده اداره زیاتوي؛ تېر کال په همدې مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۸.۷ میلیون ډالرو ته رسید او د روان کال د مرغومي مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۱.۲ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي.
د ۱۴۰۱ کال په مرغومي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۶۸۷.۷ میلیون ډالرو ته رسیدو، چې د روان کال په یاده مياشت کې د ۹۸.۷ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پهکې راغلی دی.
ارقام ښيي چې د تېر او ۱۴۰۲ کال په مرغومي مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.
همدا ډول د تېر کال په مرغومي مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، چین او ایران هېوادونو څخه شوي وو او د روان کال په همدې مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلې صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.