د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مالیاتي او سوداګریزو مسایلو په تړاو د مذاکراتو لومړی پړاو ترسره شو.
د افغانستان او ترکمنستان هېوادونو د مالیاتي چارو د مسولینو ترمنځ د مضاعف(دوه ځله) مالیاتو د نه اخیستلو او اړوند نورو مهمو مسایلو په اړه، د مخامخ مذاکراتو لومړی پړاو د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو په معینیت کې ترسره شو.
په دغه درې ورځنیو مسلسلو مذاکراتو کې، چې د مالیې وزارت د مالیاتي، تخنیکي، حقوقي او د پالیسۍ چارو مسولینو او د ترکمنستان هېواد د مالیې او اقتصاد وزارت د مالیاتي سیسټم او پراختیایي بودیجې د کارپوهانو رییس د مالیاتي او حسابي پالیسۍ مرستیال او په افغانستان کې د دې هېواد د سفارت استازي ګډون کړی وو.
د دواړو هېوادو ترمنځ د مضاعفو(دوه ځله) مالیاتو د نه اخیستلو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې پر زیاتوالي، د مالیاتي تېښتي د مخنیوي او په یادو برخو کې د دوه اړخیزو اسانتیاوو پر رامنځته کولو بشپړې خبرې شوي.
دواړو لوریو پر لومړنۍ چمتو شوې مسودې هوکړې ته رسیدلي.
د دې مذاکراتو بل پړاو به په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو مالیاتي مسولینو ترمنځ ترسره شي.