ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي، چې د ټولو افغانانو لپاره هېواد ته په داوطلبانه ډول د راګرځېدو زمینه برابره کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او ورسره پلاوي یې ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې په تورخم کې د راستنېدونکیو افغان کډوالو لپاره له جوړ شوي عمري کمپ،  دتورخم له کمیساري او ښارګوټي څخه لیدنه کړې.

د تورخم کمیسار مولوي عبدالجبار او د عمري کمپ مشر مولوي محمدهاشم میوندوال د ګډې پولې د امنیت، له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو نیول شوی چمتووالي، د تورخم ښارګوټي د تګ راتګ او عمري کمپ په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ورسره یې د شته ستونزو او لاسته راوړنو په اړه خبرې کړي دي.

مسولینو ویلي؛ له پاکستانه د افغان کډوالو له اجباري ویستنې سره په دې کمپ د کډوالو فشار خورا ډېر و، خو د ځایي اوسېدونکیو، بهر مېشتو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو موسسو په مرسته یې د افغان کډوالو ښه پالنه کړې او ټول سهولتونه یې ورته برابر کړي دي.

یادو مسولینو زیاته کړې؛ اوس هم د افغان کډوالو راستنېدل دوام لري، چې په عمري کمپ کې تثبیت، بایومیټریک او راجستر کېږي او له هغې وروسته د منظمې تګلارې له مخې ورسره مرستې کېږي او خپلو سیمو ته لېږل کېږي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له راستنېدونکیو افغان کډوالو څخه د عمري کمپ د کوربتوب او له راستنېدونکیو افغانانو سره د بېړنیو مرستو له امله له ټولو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو ادارو څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې له راستنېدونکیو افغانانو سره به د اسلامي امارت او هېوادوالو مرستې او ملاتړ دوام ولري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ سره له دې چې په اجباري ډول د افغانانو ویستنه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف دي، خو زیاتوي هېواد ته د افغانانو په راتګ خوشحاله دی او اسلامي امارت کوښښ کوي، چې د ټولو افغانانو لپاره هېواد ته په داوطلبانه ډول د راګرځېدو زمینه برابره کړي.

نوموړي له ټولو مسولو ادارو، شتمنو افغانانو، شرکتونو او سوداګرو څخه غوښتي، چې د راستنېدونکیو افغانانو لپاره د کار په موندنه کې همکاري وکړي.

سیاسي مرستیال د تورخم له کمیساري او ښارګوټي څخه د لیدنې پر مهال اړونده مسولینو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ په تورخم کې شته ستونزې به جدي ډول تعقیب او کوښښ به وشي چې مسافرو او ناروغانو ته لازم سهولتونه برابر شي.