ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر لغمان کې له قومي مشرانو او مسولینو سره په غونډه کې؛ د لغمان پراختیا او ابادۍ ته به ځانګړې پاملرنه وشي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (سه شنبه، د سلواغې ۲۴مه) لغمان ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د قومي مشرانو، علماوو او مسولینو په یوې لویه ناسته کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې چې د لغمان د ولایتي ادارې مسولینو هم برخه درلوده، د لغمان والي قاری ذین العابدین عابد د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د لغمان د امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه یې معلومات ورکړل.

نوموړي ویلي، چې د لغمان په کچه د ادارو او ولسونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې، ولسونه له اسلامي امارت سره همکار دي او دوی د خلکو د ستونزو حل په لومړیتوب کې نیولی دی.

د لغمان د علماوو شورا رییس مفتي محمد سلیم حقاني په خپله وینا کې، د نظام او ولس تر منځ همغږي مهمه بللې او ویلي یې دي، چې موږ په تېر کې پیاوړې امپراطورۍ ته ماته ورکړې او اوس د هېواد د رغولو او اقتصادي پیاوړتیا وخت دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان دښمنان هغه ازمایل شوې څېرې دي، چې د افغانانو د دین، هېواد او پرمختګ مخالفین دي، ولس به هیڅکله بیا په هغوی دوکه نشي.

ښاغلي حقاني ټینګار کړی، چې باید د ولسونو د اوښکو پاکولو او د وطن د ابادۍ لپاره کار وشي.

په دې غونډه کې د حج او اوقافو وزارت مرستیال شیخ زر محمد حقاني ویلي، چې په سپېڅلي جهاد کې ټولو افغانانو ونډه درلوده او د اوسني اسلامي نظام خدمات هم له توپير پرته د ټولو ولسونو لپاره دي.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي ویلي، چې د ولس په همکارۍ اشغال ختم او اسلامي نظام راغی او اوس د اسلامي نظام کلک ملاتړ کوي او ولسونه باید چاته د بغاوت او مخالفت اجازه ورنه‌کړي.

نوموړي ویلي، چې د امیرالمؤمنین د فرمان په اساس، خویندو ته میراث ورکړئ، په بدو کې به یې نه ورکوئ، ولور مه اخلئ، په ښځو به شاقه کارونه نه کوئ، امید دی چې تاسې د دې فرمان په تطبیق کې همکاري وکړئ.

د لغمان د ولسونو او قومونو په استازولۍ مولوي عبدالحمید هاشمي ویلي؛ د خوشحالۍ ځای دی چې د اسلامي نظام له برکته اوس په ټول هېواد کې امن دی، فساد له منځه تللی، جنايي پېښې کمې شوي د هر چا حقوق تأمین دي او ولسونه په خپلو چارو بوخت دي.

د نوموړي په وینا؛ هیڅکله به هم د لغمان ولسونه له دې نعمت څخه ناشکره نشي.

ښاغلي هاشمي په لغمان کې د بندونو، عمومي او فرعي سړکونو، د ښوونځيو ودانیو رغولو، روغتیايي او انکشافي پروژو د پلي کولو او په لغمان پوهنتون کې د پوهنځیو او اداري واحدونو د پراختیا غوښتنه هم کړې ده.

په دې غونډه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د خوښۍ ځای دی چې نن د جهاد د شهیدانو ارمانونه پوره شوي، اسلامي امارت عمومي عفوه کړې، څوک چې له دې عفوې استفاده کوي، زموږ افغانان ورونه دي، نه ورته پېغور ورکوو، نه اخطار ورکوو او نه ورته د زیان رسولو اراده لرو.

نوموړي پرهغوافغانانو چې د پردیو د لمسون او پروپاګنډ په پایله کې له هېواده وتلي غږ کړی، چې هېواد ته را وګرځي او په خپل کور کې د ارامۍ او عزت ژوند غوره کړي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ اسلامي امارت لکه څنګه چې په افغانستان د امن او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي د سیمې او نړۍ لپاره هم د امن غوښتونکی دی.

نوموړي ویلي؛ لکه څنګه چې اسلامي امارت په سیاسي ډګر کې ښه ځلېږي همداسې به په اقتصادي میدان کې هم ځلېږي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ژمنه کړې، چې په لغمان کې به د پراختیايی چارو په برخه کې ځانګړې پروژې عملي شي.

دغه‌راز د سترو او کوچنیو بندونو اوسړکونو رغول او د روغتیايي چارو ترسره کول به په لغمان کې د پراختیايي چارو په سر کې ځای ولري.

ښاغلي مولوي عبدالکبیر ویلي، چې په لغمان کې به د شاړو ځمکو او ځنګلونو د ابادولو په برخه کې هم کار وشي، د لغمان ځوانانو ته به کار موندنه او د لغمان حاصلاتو ته به بازار موندنه وشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دوحې غونډې ته په اشارې ویلي، چې دغه ناسته به د نړۍ او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل شي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان رښتینی وارث اسلامي امارت دی او د ولسونو په همکارۍ به خپل هېواد له ستونزو څخه را وباسي.