ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۲/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۴/۱۱/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۱۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۳تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰۰ زره افغانۍ کیږي .

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې پینځه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۵۷۰ خوراکه ډوډۍ او ۳۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۶۰۹ تنه کډوال تداوي شوي دي

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۱۱ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۹۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې درې تنه حافظان، ۲۶ تنه غریبکار او اته تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۳۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اووه کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۷۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې درې کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۰۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۴۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۸۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې ۱تن حافظ، ۱تن دیني عالم، ۲۴ تنه غریبکار او ۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۳۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې پینځه کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له پینځه کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه پینځه کورنۍ خپلو سیمو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په آنګور اډه کې ۱۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۹ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز ۱۵۶۵مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۴۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په نیمروز کې ۱۱۰تنه کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۵۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا  له لارې ۴۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۷۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۵۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۱۵ کورنۍ ۳۶۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۱۸ کورنۍ ۸۶ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۱۱۷ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۲۲کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۶۶۰ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:               ۲۲۳ عدده