د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال سلاکار محمد ابراهیم حکمت د خصوصي روغتونونو ټولنې له استازو سره لیدنه کړې.
دغه ناسته کې د خصوصي روغتونونو ټولنې استازو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ، د جوازونو د ورکړې او تمدید، د دایمي ملکیتونو نه شتون، برېښنا او یو شمېر نورو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال سلاکار ویلي؛ د اسلامي امارت مشرتابه او مسولین د ملت ستونزو ته پاملرنه لري او د خپلو هېوادوالو د هوساینې او په هره برخه کې د هېواد ځان بسیاینې لپاره شپه او ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
همدارنګه محمد ابراهیم حکمت د خصوصي روغتونونو د خدمتونو د کیفیت پر لوړوالي ټینګار کړی او د دې ټولنې استازو ته یې ډاډ ورکړی، چې ستونزې او وړاندیزونه به یې په دقیق ډول وارزول شي او د حل په موخه به د ریاست الوزرا عالي مقام سره شریک شي.