ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزارت په مرکزي لابراتوارونو کې د ساختماني موادو د ارزونې ډول ۵۰ ته لوړ شو

د افغانستان اسلامي امارت په واکمنېدو سره د ټولګټو وزارت په مرکزي لابراتوارونو کې د ساختماني موادو ارزونه له څلور ډوله څخه ۵۰ ډوله ته لوړ شوی دی.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ملامحمد عیسی ثاني د لابراتوارونو ریاست د نويو ګومارل شويو کارکوونکو د ظرفيت لوړولو ورکشاپ په وروستۍ ورځ ویلي؛ یاد وزارت د ساختماني موادو د لا تقویت او کاري کیفیت د لا ښه والي په موخه په مرکز او (هرات، کندوز، بلخ، کندهار او ننګرهار) زونونو کې د ساختماني موادو د ټیسټ لابراتوارونو فعالیدو ترڅنګ د پکتیا ولایت د لابراتوار تشکیل هم منظور شوی دی، چې په راتلونکي کال کې به فعال شي.

 نوموړي د ټولګټو وزارت کارکوونکو او انجنیرانو ته سپارښتنه کړې، چې خپل کارونه په پوره صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کړئ، تر څو د ټولګټو وزارت پروژې په غوره کیفیت سره ترسره شي.

 په دغه ورکشاپ کې د ټولګټو وزارت د لابراتوارونو رییس انجنیر بادشاه الدين قیامي ویلي؛ مخکې د اسلامي امارت له راتګ څخه ټولګټو وزارت د لابراتوارونو ریاست په خپل تشکیل کې ۳۳ تنه کارکوونکي درلودل، خو اوس له نیکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره د یادو کارکوونکو شمېر ۸۰ تنو ته لوړ شوی، چې د یاد ریاست د مرکزي زون په ګډون په هرات، کندوز، بلخ، ننګرهار او د کندهار ولایت په زونونوکې په دنده بوخت دي.

 همدا رنګه په ياد ورکشاپ کې انجنيرانو ته د شاوخوا ۵۰ ډوله ساختماني موادو، ۱۲ ډوله د خاورې او جيو تکنيکل، ۱۳ ډوله د سمینټو او د کانکریټ برخه کې څیړنه په مکس کانکریټ کې د سیلیکا فیوم او سټیل فایبر په کارولو سره او د کانکریټ د فشار ارزونه، د کانکریټ نورې ځانګړتیاوې، د زاویه لرونکې شګې او بحري شګې د ګټي اخیستنې په برخه کې څېړنه او په عادي او لوړ مقاومت لرونکي کانکریټ باندي د شګو د استفادې اغیزه، ۱۰ ډوله د قير او آسفالت او ۱۲ ډوله د جغل او رېګ په برخه کې د ټيسټونو روزنه ورکړل شوې ده.