ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د دلوې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ویستلو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه!

نن د دلوې میاشتې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او ویستنې ۳۵مه کلیزه ده.

 د افغانستان اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه او د الله جل جلاله د شکر ورځ بولي او په مناسبت يې خپل مسلمان او مجاهد ملت ته مبارکي وايي.

ريښتیا هم د هېوادونو آزادي او هویت د هغوی د همت، مجاهدې او شهکاریو پوري اړه لري، چې الحمدلله په تیرو ۱۰۰ کلونو کې افغانانو درې ځله په دې میدان کې د الله جل جلاله په نصرت سره بریا ګټلې او د خپل هېواد ازادي او خپلواکي يې تر لاسه کړی ده.

دا چې په درېيم ځل هم زموږ هېواد نوی له اشغال څخه د الله جل جلاله په نصرت سره آزاد شوی، څرګندوي، چې په افغانانو کې د استقلال غوښتنې حس لاهم په قوت کې شتون لري او د خپل دین او هېواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او ژمنتیا لري.

د تیرو څه باندې ۱۰۰ کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د کامیابۍ څخه به په راتلونکي کې متجاوز هېوادونه عبرت واخلي او د بل ځل لپاره به پر افغانو له هر ډول تجاوز څخه وړاندې سل ځله فکر وکړي.

افغانان سوله غوښتونکي خلک دي، خو هر ځل يې سوله او امن د بهرنیو یرغلونو او تاړاکونو له امله په جګړه بدل شوی او کلونه ځورول شوي او کړول شوي دي.

د افغانستان مسلمان او غیور ولس باید د تیر په څير په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيو او دسیسو په وړاندې بیدار و اوسي او د خپل کلک اسلامي تعهد او ملي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي او د خپل هېواد ازادي او خپلواکي وساتي.