د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خپل سفر په لړ کې د ختیځ زون د ۹۹۹ شمشېر ملي او عملیاتي قطعه څخه لیدنه کړې.
د دې لیدنې پر مهال د یادې قطعې قوماندان مولوي حضرت محمد متوکل د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او مل پلاوي ته ښه راغلاست پرمهال ویلي؛ د مشرانو لیدل د مجاهدینو مورال نور هم لوړوي او ډاډ یې ورکړی، چې دغه قطعه په لوړ مورال د هېواد او خلکو ساتنې ته چمتو ده.
نوموړي زیاته کړې؛ ټول مجاهدین او مسولین خپلو فعالیتونو ته پاملرنه لري او دښمن ته به په هیڅ صورته د مخالف حرکت اجازه ور نه کړي.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ دا د خوښۍ ځای دی، چې د سپېڅلي جهاد، شهیدانو، ټپیانو او مجاهدینو موخې ترلاسه شوي او ارمانونه یې پوره شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د مجاهدینو د قربانیو په پایله کې هېواد له اشغاله ازاد او بشپړ اسلامي نظام حاکم شو، خو دا د ټولو مسولینو او مجاهدینو مکلفیت دی، چې د شهیدانو ارمانونه وساتي او د هغوی یتیمان وپالي.
همداراز یې ډاډ ورکړی، چې د شهیدانو کونډو او یتیمانو ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له ټولو مجاهدینو او مسولینو غوښتي، چې له جهاد وروسته اوس د خلکو او هېواد د خدمت وخت دی، موقفونه باید د مسولیت په توګه وپېژندل شي او له خپلو موقفونو څخه د اسلامي نظام د ساتنې، د اسلامي احکامو د پلي کولو او د هېواد د خدمت لپاره استفاده وکړئ.
نوموړي دغه راز مجاهدینو ته په خطاب کې د امیر، امر د اطاعت او له ولسونو سره په چلند کې په نرمۍ ټینګار کړی .
د سیاسي مرستیال په وینا؛ د ټولو افغانانو سترګې د امنیت تامین، له اسلامي او ملي ارزښتونو څخه دفاع او د اسلامي امارت امنیتي ځواکونوته دي.
نوموړي زیاته کړې؛ تاسو دروند مسولیت لرئ او خپل مسولیت ته متوجه اوسئ، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د داعش خلاف ښه مبارزه وکړه او نن ورځ په ټول افغانستان کې د داعش ډله ځپل شوې ده او ستاسو مسولیت دی، چې چا ته د نظام په خلاف د بغاوت او مخالفت اجازه ورنکړئ.