ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت د ټولنیزې هوساینې برابرولو په برخه کې هر اړخیزې هڅې کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بغلان ولایت یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

علماوو او مجاهدینو د خبرو پرمهال د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

هغوی ویلي؛ د اسلامي امارت محلي مسوولین خلکو ته د خدمتونو او ټولنیزې هوساینې برابرولو په برخه کې تل کوښښونه کوي.

دوی شته لاسته راوړنو او بېلابېلو برخو ته د اسلامي امارت پاملرنې ته په اشارې د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې په یاد ولایت کې د پراختیایي پروژو پلي کېدو، ښوونې او روزنې، د مجاهدینو وضعیت او د شهیدانو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د ازادۍ لپاره د مبارزې په وخت کې د بغلان د علماوو او مجاهدینو سرښندنې او هڅې ستایلي دي.

د ریاست الوزرا مرستیال ویلي؛ د امنیت تامین، د خلکو د ستونزو حل او د ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت له ژمنتیاوو څخه دي او په دې برخو کې خپلې هلې ځلې نه درېغوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هغوی د وړاندیزونو په اړه ویلي؛ د مجاهدینو وضعیت او د شهیدانو کورنیو ته رسېدنه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده او د امکان ترحده د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې رسېدنه کوي.