د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ولایت د امنیه قومندان مرستیال مولوي محمد شاکر سعد سره لیدنه کړې.
په پيل کې د کابل امنیه قومندان مرستیال د کابل امنیه قومندانۍ د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته راپور ورکړی.
نوموړي ویلي؛ د کابل امنیه قومندانۍ مسولین تل د امنیت د تامین په برخه کې کوښښونه کوي او خلکو ته د ښو خدمتونو په برابرولو کې خپلې هڅې نه درېغوي.
مولوي محمد شاکر سعد غوښتنه کړې، چې د بېلابېلو ولایتونو د مجاهدینو وضعیت او د شهیدانو کورنیو ته پاملرنه وشي.
مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ کړنې او فعالیتونه ستایلي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د سراسري امنیت ټینګښت او د مجاهدینو وضعیت او د شهیدانو کورنیو ته رسېدنه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده.
نوموړي زیاته کړې؛ مسولین او مجاهدین دې هڅه وکړي، چې د امنیت د تامین، د خلکو ارامي او د خدماتو برابرولو په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.