د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت يو شمېر علماوو سره لیدنه کړې.
په دې کتنه کې علماوو د دې ولايت د ټولنيز او اقتصادي وضعيت او سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه يې د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
دوی زیاته کړې؛ په دې ولايت کې امنيت په بشپړ ډول تامين دی او ځايي مسولين خلکو ته د خدمت او لازمو اسانتياوو رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
نوموړو همداراز د اسلامي امارت رهبرۍ څخه غوښتي، ترڅو ښوونې او روزنې، د مدرسو او ښوونځيو تقويت او د هېواد د استادانو او نخبه ګانو هڅونې ته پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي هغوی سره په کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د عمومي افکارو تنوير، د ټولنې د بچيانو روزنې او اسلامي نظام ټینګښت په برخو کې د علماوو رول مهم بللی.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ اسلامي امارت ټولو برخو په ځانګړي ډول ښوونې او روزنې ته ځانګړی پام لري او د هېواد د ودې او پرمختيا لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.