ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي له افغانستان څخه د شوري اتحاد سرو لښکرو د شړلو نمانځغونډه کې؛ افغانانو د شوروي سرو لښکرو او د ناټو په ماتې سره خپل یووالی څرګند کړی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سلواغې ۲۶ یا له افغانستان څخه د شوروي اتحاد سرو لښکرو د شړلو او ماتې نمانځغونډه کې ګډون او وینا کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دې پرتمینې غونډې جوړولو له امله د ملي راډیو ټلویزیون له رهبري پلاوي او منسوبینو څخه مننه کړې او ویلي يي دي؛ د افغانانو د دغه ډول ویاړمنو ورځو نمانځل او په دې برخه کې پراخې څېړنې راتلونکي نسل ته د دې خاورې د اوسېدونکو د اتلولیو د انعکاس لپاره مهم دي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ۱۳۵۷ کال د غویي پر اومه نېټه د کمونیستانو کودتا او په هېواد کې د بدبختیو، ستونزو او کړاوونو پیل ته په اشارې ویلي؛ تر دې کودتا یو کال وروسته د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد شاوخوا ۱۰۰ زره عسکرو پر افغانستان حمله کړې او د دې هېواد ځمکه او فضا یې اشغال کړه، چې دې اشغال شاوخوا لس کاله دوام وکړ او په دې موده کې زرګونه دیني عالمان ژوندي تر خاورو لاندې او شهیدان شول؛ د پوهنتونونو استادان، محصلین، ځوانان او د افغان ملت نور نخبه ګان په شهادت ورسېدل او یو شمېر یې لا تر اوسه لادرکه دي، زېربناوې ویجاړې شوي او په ټول هېواد کې جګړه پیل شوه.

نوموړي زیاته کړې؛ تر هغه وروسته د افغانستان غیور ملت د علماوو او مشرانو تر قیادت لاندې د دغو اشغالګرو پر وړاندې مبارزه پیل کړه، چې په پایله کې یې یو نیم میلیون شهیدان، میلیونونه کسان نږدې او لرې ګاونډیو هېوادونو ته کډوال او میلیونونه ځوانان معلول او معیوب شول او بالاخره د شوروي اتحاد ځواکونه مجبور شول، ترڅو د ۱۳۶۸ کال د سلواغې پر ۲۶ د افغانستان له خاورې څخه ووځي.

د ریاست الوزرا مرستیال څرګنده کړې؛ انګرېزانو په وروستي ځل سربېره درې ځله نور هم پر افغانستان برید وکړ او وروسته په ټولو مرحلو کې له ماتې سره مخ شول او له هېواد څخه ووتل او په دې وروستۍ نیمه پېړۍ کې هم د افغان ملت د هڅو او قربانیو له وجې روسان او نور اشغالګران مات شول.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ له افغانستان څخه د شوروي اتحاد ځواکونو له وتلو وروسته توقع دا وه، چې د خلکو هیلې پوره شي، په هېواد کې یو اسلامي نظام حاکم شي او ټول مجاهدین په اتحاد او یووالي د ملت رهبري وکړي، خو متأسفانه د هغه وخت د مشرانو د توافق نشتوالي له امله په هغوی کې تفرقه رامنځته شوه، په ټولو سیمو کې کورنۍ جګړې او ملوک الطوایفي پیل شوه او د یوې ولسوالۍ او ولایت خلکو به نشوای کولای بلې ولسوالۍ او ولایت ته سفر وکړي، په کابل ښار کې له یوې ناحیې څخه بلې ناحیې ته د خلکو تګ راتګ ستونزمن و؛ د خلکو مال، ابرو او حیثیت خوندي نه و او په هېواد کې یوه بشپړه انارشي حاکمه وه.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ همدغه وخت و، چې امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره یو ځای له بې بندوباره کسانو څخه د خپلو سیمو د تصفیه کولو لپاره قیام وکړ، په پیل کې یې وکولای شول د علماوو او د افغانستان د متدین ملت په همکارۍ خپلې سیمې له شریرو کسانو څخه پاکې کړي او ورو، ورو امن او امنیت رامنځته شي او په پیل کې مجاهدینو پر کندهار ښار او وروسته د هېواد پر ۹۵ سلنه خاوره خپل حاکمیت ټینګ کړ؛ اسلامي امارت یو ځل بیا افغان ملت متحد کړ او هېواد یې له ورانۍ، ظلم او استبداد څخه وژغوره؛ اسلامي نظام په هېواد کې حاکم و، حدود او قصاص پلي کېده، نشه یي توکي منع شول او ټول افغان ملت متحد او متفق شو.

د ښاغلي حنفي په وینا؛ له هغه وروسته غربي هېوادونو په مختلفو بهانو پر هېواد یرغل وکړ او دغه خاوره یې اشغال کړه، دې اشغال شل کاله دوام وکړ او په دې موده کې پر خلکو ډول ډول ظلمونه وشول؛ مدرسې، ښوونځي، وادونه، کلي او کروندې بمبار شوې، ښځې په مظلومانه ډول شهیدانې شوې، زېربناوې ویجاړې شوې او الحمدلله بیا هم د هېواد اصیلو بچیانو جهاد او مبارزې ته دوام ورکړ او د دې وطن د زرګونه ځوانانو، د قرانکریم حافظانو، علماوو او محصلینو د قربانیو او شهادت په پایله کې اشغالګران مجبور شول ترڅو افغانستان څخه ووځي او هېواد یو ځل بیا خپله ازادي او خپلواکي ترلاسه او په هغه کې اسلامي نظام حاکم شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ د امیرالمؤمنین شیخ القران و الحدیث مولوي هبةالله اخوندزاده تر قیادت لاندې په هېواد کې د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته، عمومي بښنه وشوه او ټول هېوادوال، مجاهدین، عادي خلک او هغوی چې د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېدلي وو، له هېڅ ډول اندېښنې پرته خپل ورځني ژوند ته دوام ورکوي او اسلامي امارت د سرتاسري امنیت تأمین، د نشه یي توکو لمنځه وړلو، د روږدو کسانو د ټولولو او درمنلې، یتیمانو او کونډو ته د کفالت ټاکلو، د لویو او کوچنیو پراختیايي پروژو پلي کېدل او د هېواد د ودې او پرمختیا لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه دی کړی.

نوموړي همداراز ویلي؛ یو بل لوی کار چې اسلامي امارت ترسره کړی دی هغه په اجبارې ډول د مختلفو هېوادونو له لوري هېواد ته د راغلو یو میلیون افغان کډوالو ثبت، لېږد او ځای پر ځای کول دي، چې هغوی سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته هم شوې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې په دې بیانولو سره چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او لازمه ده ټول د یو بل په مرسته خپل هېواد اباد کړو، مجاهدینو، امنیتي مسؤولینو او د امارتي ادارو کارکوونکو ته وویل، مراجعینو او د افغانستان ځورېدلي ملت سره نیک او ښه چلند وکړئ.

همداراز نوموړي څرګنده کړې، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو، سیمې هېوادونو او له سیمې هاخوا هېوادونو سره د احترام او متقابل تعامل پر اساس د نیکو اړیکو غوښتونکی دی او د افغانستان له خاورې څخه به هېڅ ګاونډی، د سیمې او له سیمې هاخوا هېوادونه نه ګواښل کیږي او لازمه ده، چې نور هم په ورته ډول د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.