ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال: ولس تر بل هر وخت حکومت ته نیږدې شوی

د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د دستار بندۍ ترسره شو، چې په کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سربیره د لوګر ځايي مسولینو، علماوو او ولسي وګړو ګډون کړی و.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نویو فارغ شویو علماوو ته د فراغت د مبارکۍ تر څنګ ویلي؛ د تاریخ په اوږدو کې لوګر د جهاد ترڅنګ د علم او پوهې ډګر هم پاتې شوی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ دغه راز د جهادي دورو بریا د علماوو، پوهانو او عامو خلکو برکت وو، چې په پایله کې یې افغان ولسونه د غرب پر وړاندې د جهاد موخو ته چې د اشغال پای ته رسیدل او سرتاسري اسلامي نظام وو، رسیدلي دي.

د سیاسي مرستیال په وینا؛ تر بل هر وخته افغان ولسونه او اسلامي امارت سره نږدې شوي او د حکومت او ملت تر منځ واټن نشته دی.

مولوي عبد الکبیر ویلي؛ اسلامي امارت له سیاسي اړخه په مناسب او سم حالت کې دی، دغه راز په اقتصادي برخه کې هم ګڼ شمېر پرمختګونه شوي او په راتلونکې کې د ښه اقتصادي حالت لپاره پراخ پلانونه تر لاس لاندې دي.

نوموړي په تاکید سره ویلي؛ اسلامي امارت د ځینو خود غرضه کړیو د منفي تبلیغاتو پر خلاف په سیاسي انزوا کې نه، بلکې د نړۍ له ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره دوامداره تعامل لري، چې د حکومت د متوازن بهرني سیاست څرګندونه کوي.

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د نړۍ او اسلامي امارت د لاډېر تعامل او دوه اړخيزو همکاريو لپاره لاره پرانیستل شي.

همدارنګه دې نړۍ د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د افغانستان له خاورې اطمینان ترلاسه او هیڅ اندېښنه نه لري.

د لوګر د قومي مشرانو او علماوو د وړاندېزونو په هکله سیاسي مرستیال ویلي؛ د مرکزي او سیمه ییزو چارواکو ډېر تمرکز او ورځنۍ چارې د خلکو د غوښتنو پر اساس څرخي، چې د ټولو ولسونو د ستونزو حل ته به اړینه پاملرنه وشي.

همدارنګه نړیوال او آسیايي بانکونو اسلامي امارت ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د رغونې او د خلکو ستونزو د حل په موخه به خپلې چارې پيل او پخوانۍ نیمګړې پروژې بشپړې کړي.