ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په ځينو سيمو کې د اوبو کچې د لوړوالي او سېلابونو د راوتلو اټکل

د اوبو او انرژۍ وزارت د روان مالي کال د سلواغې له ۲۸ مې څخه تر ۳۰ مې پورې، د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
دغه وزارت د خپلو سرچينو په حواله، وړاندوينه کړې چې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او واورې له امله د سېلابونو د راوتلو احتمال شته، چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو د راوتلو ډېر اټکل د (هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج آمو) سينديزو حوزو کې شوی دی.
زیاته شوې، په يادو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدو او د اوبو کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (کوشک و کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان وردګو، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونر، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان او تخار) سیندونو پر لاره او د يادو ځایونو په ځینو سېلبرونو کې شته.
د اوبو او انرژۍ وزارت له هغو هېوادوالو څخه، چې د يادو سیندونو په غاړو کې استوګن دي؛ غوښتنه کړې، چې پر یادې موضوع ځانونه خبر او د سېلاب د راوتلو په ترڅ کې دې د سیند غاړو اړوند هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي، خبر کړي؛ ترڅو د ځاني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.