د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجراییوي رییس سره لیدنه کړې
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د ټاپې پروژې له اجراییوي رییس مراد امانوف، د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دغه ليدنه کې د ټاپي پروژې د روانو چارو په اړه خبرې شوي او دواړو لورو د کارونو پر چټکتیا ټینګار کړی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دا پروژه نه یواځې د افغانستان بلکې د ټولو دخیلو هېوادونو لپاره ګټوره بللې او ویلي يي دي؛ ټول افغانان د دې سترې اقتصادي پروژې ملاتړ کوي، او اسلامي امارت په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان هېواد ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان لېږدوي او په پلي کېدو سره به یې افغانستان د نورو ګټو تر څنګ په کلني ډول ۴۰۰ میلیونه ډالر د ټرانزیټ له درکه ترلاسه کړي.