ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان په اړه د دوحې ناستې په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه!

د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوه نیمو کلونو کې له یوې خوا په کوردننه د نظام د سیاسي، اداري، امنیتي، اقتصادي او اجتماعي بنیادونو د ټینګښت لپاره هڅې روانې ساتلې دي؛ له بلې خوا یې د سیمې هېوادونو سره اړیکو کې ښه پرمختګ کړی دی.

همداراز اسلامي امارت د ملګرو ملتونو، غربي هېوادونو او په ځانګړې توګه متحده ایالتونو سره هم په منظم ډول د ګڼو چاینلونو له لارې د یو اړخیزو نامشروع بندیزونو، تور او جایزې لیستونو او د افغانستان بانک د زېرمو د ازادولو په اړه بحثونه لرلي دي.

 د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و، چي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټېرش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فرصت و، چې پر اختلافي ټکو په کې واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وی.

 د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده، که اسلامي امارت د یواځيني مسول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به کټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بې‌نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.

 د یادونې وړ ده، که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي، چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي.

د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله، چې که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لوریو سره هم دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای شي.