د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو له مسولینو او استادانو سره لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې، پر کابل سربېره د ځينو ولایتونو د خصوصي پوهنتونونو مسولینو او استادانو هم ګډون درلود.
د شخصي پوهنتونونو مسولینو ویلي؛ په تېرو نږدې دوه لسیزو کې د دولتي پوهنتونونو سربېره د خصوصي پوهنتونونو د علمي کادرونو او په کار پوه مسلکي کسانو روزنه کې مهمه ونډه لري.
مسولینو زیاته کړې؛ په راتلونکې کې د ملاتړ په صورت کې کولای شي، په کم لګښت سره د ټولنې له اړتیاوو سره سم لا ډېرو ځوانانو ته د لوړو زدکړو زمینه برابره کړي.
دوی همدارنګه وړاندېز کړی، چې د لوړو زدکړو او په علمي غونډو کې دې ورته په سیمه ییزه او ملي کچه د ګډون زمینه برابره شي، څو د علمي آثارو د تالیف او کره کتنې په برخه کې خپل ظرفیتونه له اړوندو ادارو او مسولینو سره د چارو د لاښه ترسره کېدو په موخه شریک کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د پوهنتونونو فعالیت د ټولنې اړتیا بللې او ویلي يي دي؛ حکومت په لویه کچه د خصوصي لوړو زدکړو له ټولو بنسټونو څخه ملاتړ او په چارو کې ورته د اسانتیاوو رامنځ ته کولو ډاډ ورکوي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ پرلپسې ناخوالو او د بهرنیانو مداخلې د افغان ټولنې ډېرې برخې زیانمنې کړي.
نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې د ټولو سکتورونو د ستونزو حل ته به پوره پاملرنه کوي او د وخت په تېرېدو سره به د لوړو زدکړو برخه هم پر نویو معیارونو سمبال شي.
په دې لیدنه کې له خصوصي پوهنتونو د ملاتړ زمینې برابرولو، د هغوی د ستونزو حل او وړاندېزونو ته د رسېدو په موخه په راتلونکې کې د ګډو ناستو او د چارو د څار یادونه شوې، چې په ترڅ کې يې د پوهنتونونو مسولینو ته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له لوري د بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړل شوی.