د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د منګجک له ولسوال خداینظر پهلوان سره لیدنه کړې.
خداینظر د یادې ولسوالۍ د اجتماعي او امنیتي وضعیت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو راپور د ریاست الورزا اداري مرستیال ته وړاندې کړی.
نوموړي ویلي؛ سیمه ییز مسولین د خلکو د خدمت، د امنیت د تامین او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې تل هڅې کوي.
د منګجک ولسوال د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، چې د دې ولسوالۍ د مواصلاتي لارو د ترمیم او د روغتیایي کلینیکونو د جوړولو برخې ته پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د سرتاسري امنیت ټینګښت او د اجتماعي رفاه رامنځته کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي، چې سیمه ییز مسولین په دې برخه کې زیات مکلفیتونه لري.
د ریاست الوزرا ادراي مرستیال د وړاندیزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره ورته رسېدنه وکړي.