د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د سلواغې مياشتي له ۲۰ مې څخه تر ۲۶ مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۲ زره او ۳۲۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷ زره او ۴۱۷ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې شپږ زره او ۱۱۹ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې اته زره او ۷۳۷ ټنه انتقالات، چې ټولټال ۱۰۲ زره او ۳۲۷ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې درې زره او ۳۷۷ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې کينو، کچالو او د آنارو جوس دي.
د یادې ادارې په وینا؛ هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.