ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: ملګري ملتونه دې د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو لپاره جدي هڅې وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلا حنفي د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې او د اسیا پسیفیک هېوادونو لپاره د یاد سازمان دفتر (UNDP) مسولې کاني وګناراجا او ورسره پلاوي سره لیدنه کړې.

کاني وګناراجا د افغانانو له لوري د هرکلي او مېلمستیا د مننې ترڅنګ یې افغانستان ته د خپل سفر او پروګرامونوو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

مېرمن وګناراجا ویلي؛ په افغانستان کې شته امنیت او د اسلامي امارت د مسولینو همکاري د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعالو سازمانونون او نړیوالو خصوصي موسسو ته دا زمینه برابره کړې، ترڅو له افغانانو سره په غوره ډول خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د اسیا پسیفیک هېوادونو لپاره یاد سازمان د فتر (UNDP) مسولې زیاته کړې، دغه سازمان تیار دی، چې د چاپیریال ساتنې، بشري چارو، کارموندنې، بنسټیزو چارو او د بېوزلۍ کمولو په برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه او پروګرامونو په ځانګړي ډول د بېوزلۍ کمولو، څښاک اوبو برابرولو، زېربنایي او پراختیایي چارې ستایلي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړې؛ اسلامي امارت توانېدلی د اداري فساد او د نشه یي توکو د کر، استعمال، قاچاق او تجارت په لمنځه وړو، د پایداره سولې او امنیت په ټینګښت، بېوزلو سره په مرستې، د روږدو کسانو په راټولولو او درملنې او د یو میلیون بېرته راستنو شویو کډوالو د مدیریت لپاره بریالی عمل وکړي.

نوموړي زیاته کړې، له ملګرو ملتونو سازمان څخه د اسلامي امارت انتظار دا دی، چې پورته اقداماتو ته په پام، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د چاپیریال ساتنې موضوع ته په اشارې ویلي؛ سره له دې چې افغانستان د ګلخانه یي ګازونو په تولید او اقلیمي تغییراتو کې ډېر کم اغېز لري، خو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د اقلیمي تغییراتو له امله شدید زیانمن شوی دی.

ښاغلي حنفي له ملګرو ملتونو څخه غوښتي، چې د اقلیمي تغییراتو له پایلو سره د مبارزې لپاره چې وروستۍ وچکالۍ یې یوه پایله ده، له افغانستان سره جدي همکاري وکړي.