ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې څه باندې ۷ میلیارده ډالر صادرات او واردات شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ چې د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې یې د هېواد د صادراتو او وارداتو ارقام راټول، توحید او تحلیل کړي دي.

یادې ادارې زیاته کړې، د دې ارقامو له مخې د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۳۵۵ میلیونه او د وارداتو ارزښت ۶ میلیارده او ۲۲۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې چې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو دریو ربعو کې د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۳۷۵ میلیونه ډالر او د وارداتو ارزښت ۵ میلیارده او ۱۲۴ میلیونه او ۹۰۰ زرو ډالرو ته رسېده.

د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې د هېواد ډېر صادراتي توکي پاکستان ته لېږل شوي، چې ټول ارزښت یې ۶۸۹ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

ورپسې هند د ۴۶۳ میلیونه او متحده عربي امارات د ۳۲ میلیونه او  ۳۰۰ زرو ډالرو په لرلو سره دویم او درېیم ځای لري.

د هېواد په صادراتي توکو کې وچه مېوه تر ټولو زیاته صادره شوې، چې د صادراتو ارزښت یې د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې ۳۴۲ میلیونه ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

د دې ترڅنګ طبي بوټي، معدني توکي او تازه مېوې په ترتیب سره د هېواد د صادراتو دویمه، درېیمه او څلورمه برخه جوړوي.

د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې د هېواد ډېر وارد شوي توکي له ایران څخه راغلي، چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارد، ۳۱۸ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. ورپسې پاکستان د یو میلیارد او ۱۵۶میلیونو ۱۰۰ زره ډالرو او چین د یو میلیارد او ۱۴۷ میلیونه ډالرو په لرلو سره په دویم او درېیم ځای کې راځي.

د ۱۴۰۲ کال په لومړیو دریو ربعو کې هېواد ته په را واردو شویو توکو کې نفتي توکي او روغنیات تر ټولو زیاته ونډه لري، چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارد او ۱۰ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. په همدې ترتیب، ماشینونه، ټرانسپورتي وسایط او پرزې د ۶۹۱ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو سره، په دویم او ټوکر، فلزونه او فلزي محصولات په درېیم او څلورم ځای کې راځي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره، هر کال د هېواد د صادراتي او وارداتي توکو ارقام او معلومات له اړوندو بنسټونو څخه راټول، توحید او تحلیلوي او کره احصاییوي ارقام د ملي او نړیوالو بنسټونو او څېړونکو په واک کې ورکوي.