ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د تېرې ادارې د نفت او ګازو رییس هېواد ته را ستون شوی

له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون له لارې د تېرې ادارې د نفت او ګازو ادارې رییس فرید الله شېرزي او څو تنو مسولینو ته، چې له بهره بېرته هېواد ته راستانه شوي، د مصؤنیت کارتونه ورکړل شوي.

راغلو کسانو د ارتباط کمېسیون له چلند او همکارۍ څخه په خوښۍ ویلي؛ هڅه کوي په بهر کې مېشتو افغانانو سره د هېواد د رښتیني انځور په شريکولو سره هغوی ته ډاډ ورکړي، چې بېرته افغانستان ته راستانه او باعزته ژوند وکړي.

دوی اسلامي امارت ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت له لوري د عمومي بښنې اعلان، د بنسټیزو چارو ترسره کولو او سرتاسري امنیت دوی هېواد ته ګرځولي دي.

له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون د دارالانشا رییس مولوي ذاکر راغلو کسانو ته ښه راغلاست ویلی او زیاته کړې یې ده، حکومت د هر افغان د سر او مال ساتلو پر وړاندې مسولیت لري.

د نوموړي په وینا، په ښه ډول د عمومي بښنې فرمان د پلي کېدو په موخه اسلامي امارت د ارتباط کمېسيون رامنځته کړی او همداراز د اسلامي امارت رهبري په بشپړ ډول د یاد کمېسیون د طرزالعمل پلي کېدو ته زمینه برابره کړې ده.