د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي په ملتیا د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د بېرته راستنېدونکو سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو کمیټې غونډه کړې.
غونډې په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د یادې کمیټې رییس نور الدین عزیزي، بېرته راستنېدونکو سوداګرو ته د اسانتیاؤ د رامنځته کولو په موخه د دې کمېټې د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړي.
د بېرته راستنېدونکو سوداګرو د تثبیب فورم د څرنګوالي، په صنعتي پارکونو کې دوی ته د ځمکو د وېش، یادو سوداګرو ته د مالیاتي معافیت او د سوداګرۍ ویزې پر موضوعاتو هر اړخیز بحثونه ترسره او په اړه یې لازم تصمیمونه نیول شوي دي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د کمیټې د چارو د لا ښه والي په موخه خپل نظرونه شریک کړي.