اسلامي امارت د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د واورې او غره ښوېدنې له امله د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواشیني ښودلې او ټپيانو ته یې د بیړنۍ شفا غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ ”زه په دې پېښه غمجنو کورنیو ته خپله خواشیني او غمشریکي څرګندوم، د الله تعالی له دربار څخه شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ او بشپړې روغتیا هیله کوم. “
نوموړي له مسولو ادارو غوښتي، ترڅو په وخت سره زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، د اسلامي امارت اړوند ارګانونه د پیښې ځای ته د زیانمن شوو خدمت او ژغورنې په موخه استول شوي دي.
ورته مهال د دفاع وزارت اقدام کړی او د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو اړوند د عبدالله بن رواحه رض څلورمې پلې لوا مسولین او منسوبین یې د هېوادوالو د ژغورلو لپاره يادې سیمې ته استولي دي.
یادو منسوبینو د دې طبعي پیښې ټپیانو ته لومړنۍ مرستې رسولي او د هېوادوالو د ژغورنې لپاره یې بشپړه هڅه کړې.