د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریيس ډاکټر ملا عبدالواسع د خیمپروم سرویس نړیوال شرکت رییس میخایل الکساندرویچ مالچنوف او د ګیدرو ماش نړیوال شرکت رییس سید امین سید محمد ویچ سره لیدنه کړې.
د روسیې هېواد د یادو شرکتونو استازو د امارتي ادارو د مسولینو له چلند او ملیمه پالنې څخه خوښي څرګنده کړې.
د خیمپروم سرویس نړیوال شرکت ریيس لیوالتیا ښودلې، چې د کابل ښار کثافاتو ټولولو او پروسس، په کابل کې د ۱۳۰ میګا واټ برښنا د تولید په ظرفیت د ۱۴ توربینونو نصبولو او د برښنایي حکومتولۍ په موخه د سیستم جوړونې په برخو کې، پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د کابل ښار کثافات به د راټولولو او پروسس په پایله کې په ګاز، برق او سرې (کیمیاوي کود) تبدیل او له امله به یې 4200M3 ګاز او په لویه کچه کیمیاوی کود تولید شي.
د ګیدرو ماش نړیوال شرکت ریيس ویلي؛ له پینځه زره ډولونو د ډیرو پمپونو د تولید وړتیا لري او په ۶۲ هېوادونو کې ټکنالوژیک خرڅلاو ترسره کوي.
نوموړي لیوالتیا ښودلې، چې د افغانستان په کچه ټولو ولایتونو، ښارونو او کلیو کې د څښاک اوبو رسونی، د نفتو رااېستلو او تصفیې په برخو کې پانګونه وکړي.
همدارنګه دواړو شرکتونو خپلو امکاناتو ته په پام په افغانستان او روسیه کې د افغان متخصصینو روزنې ته چمتووال ښودلی.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي؛ نړیوال اوس د افغانستان له واقعیتونو خبر شوي، اسلامی امارت د خلکو د ژوند او اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار کوي.
موږ د ټولو هېوادونو سوادګرو او پانګوالو سره مثبت تعامل غواړو، لازم شرایط او اسانتیاوي ورته برابروو او ملاتړ یې کوو.
ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړې؛ ستاسو وړاندیزونه خورا ښه دي د برښنا، ګاز تولید ټکنالوژیکي اسانتیاوې او د څښاک اوبو رسونه د افغانستان لپاره ډېرې مهمې برخې دي.