ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

‎د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: په تېره ۲۰ کلنه مبارزه کې د ځوانانو هڅې د ستایلو دي

‎د ریاست الوزرا‌ سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل د ۲۲ ناحیو او ۱۴ ولسوالیو د ځوانانو شورا له غړو سره لیدنه کړې.

‎د دې شورا غړو ویلي؛ په تېره اداره کې له غربه راغلو ځوانانو حکومتي واګې په اختیار کې درلودې، چې نه له افغاني او نه اسلامي ارزښتونو او احکامو خبر و او نه یې هم ملي ګټو ته وفاداري درلوده.

‎د هغوی په وینا، په تېرو ۲۰ کالو کې د خلکو په ذهنونو هم یرغل شوی؛ خو د اسلامي امارت په ټینګښت سره په هېواد کې ژمنو او مسلمانو ځوانانو ته پاملرنه ډېره شوې ده.

یادو ځوانانو خوښي ښودلې، چې د اسلامي امارت د مؤولینو دروازې د ځوانانو پر مخ پرانستي دي.

‎نوموړو دغه راز د ځوانانو پر وړاندې له شته ستونزو یادونه کړې او ویلي يي دي؛ چې امارت دې د بېکارۍ او بې روزګارۍ له امله بهر ته د تلونکیو ځوانانو مخه ونیسي او په کور دننه دې ورته د کار زمینه برابره کړي.

‎دغو ځوانانو اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام یاد کړی او ورسره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.

‎ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ په تېره ۲۰ کلنه مبازره کې یوازې د مدرسو فارغو ځوانانو نه بلکې د افغانستان ټولو ځوانانو ډېره قرباني ورکړې او فعاله مبارزه یې کړې ده او اوس هم په اسلامي امارت کې تر ډېره ځوانان فعاله ونډه لري. 

سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د ځوانانو دی او ځوانان د اسلامي امارت دي او د ستونزو حل ته به یې ځانګړې پاملرنه وشي.

‎ مولوي عبدالکبیر ویلي، اوس په هېواد کې سرتاسري امنیت تامین دی، فساد ختم شوی او په هېواد کې یو ازاد او خپلواک نظام حاکم دی، چې قومي، ژبني او سمتي توپيرونه پکې ځای نه لري او د اهلیت او علمیت پر بنسټ پکې ټاکنې کېږي.

‎د نوموړي په وینا، اسلامي امارت له نړیوالو سره خپلې اړیکي د متعادل سیاست له مخې تنظیموي او دا مهال په بهرني سیاست کې ګڼې لاسته راوړنې لري.

‎د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دوحې ناستې په اړه ویلي، د اسلامي امارت معقولې او پر ملي منافعو ولاړې غوښتنې په نظر کې نه نیول غیرعادلانه پرېکړه وه.

‎نوموړي زیاته کړې؛ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې تقریبا نهه سوه تنه شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي او په نېږدې راتلونکې کې به نور مطرح او مهم شخصیتونه هم هېواد ته را وګرځي.

‎ مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د اسلامي امارت غېږه د ټولو افغانانو پر وړاندې خلاصه ده او ټينګار یې وکړ، چې ټول افغانان دې په هېواد کې د عزت او ارامۍ ژوند ته را وګرځي.