د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د میدان وردګو ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو قومي مشرانو او مخورو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او پرمختګونه ستایلي او ویلي يي دي؛ اسلامي نظام د افغانانو هیله وه، چې له لسیزو وروسته پوره شوه.
دوی دغه راز له اسلامي امارت سره د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړی.
قومي مشرانو او علمای کرامو په میدان وردک ولایت کې د پوهنې، روغتیا او سړکونو رغولو په برخو کې د پراختیايي پروژو عملي کېدو غوښتنه کړې او ویلي يي دي؛ د میدان وردګو ولایت اوسېدونکو د جهاد په کلونو کې سختې قربانۍ ورکړي او اړتیا ده، چې مجاهدینو، یتیمانو او کونډو ته یې هم ځانګړې پاملرنه وشي.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د اسلامي نظام په ټینګښت کې د میدان وردګو ولایت د ولسونو قربانۍ د هېرولو نه دي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د ولسونو له منځه راپورته شوی او په ولسونو کې ژورې ریښې لري.
د ملت او اسلامي امارت ترمنځ واټن نشته، همغږي او همکاري پراخه ده او اسلامي امارت د ولسونو خدمت خپل مکلفیت ګڼي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی، چې د میدان وردګو ولایت د اوسېدونکو د ستونزو پر حل به د غور ترڅنګ اړوندو ادارو ته يې هم د حل سپارښتنه وکړي.