ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: مسولین هېوادوالو ته د اسانتیاوو په چمتو کولو کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پنجشیر له یو شمیر علمای کرامو سره لیدنه کړې.

علماوو د دې ولایت د اجتماعي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی ویلي؛ په پنجشیر کې امنیت په بشپړه توګه ټینګ شوی دی او خلک په هوسا فکر خپلې ورځنۍ چارې او فعالیتونه پرمخ وړي.

دوی د مواصلاتي لارو، ښوونې او روزنې، روغتیا او د برېښنا موضوعاتو ته اشاره کړې او دغې برخې ته یې د اسلامي امارت د مسولینو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د امنیت تامین او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي، د خوښۍ ځای دی، چې د اسلامي امارت مسولین توانېدلي چې ولسونو ته هوساینه او امنیت تامین کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ معیاري مواصلاتي لارې، ښوونه او روزنه، روغتیا او برېښنا د ټولو خلکو اړتیا ده او د اسلامي امارت مسولین به د خپل توان په محدوده کې د دغو اسانتیاوو د چمتووالي به برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلي کوي.