د بهرنېو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان هېواد ته سفر کړی، په دې سفر کې به له ترکمنستاني چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو د ښه والي په اړه خبرې وکړي.
په دې سفر کې د کانونو او پطرولیم سرپرست وزیر، د ریل پټلۍ ادارې او برښنا شرکت رییسان هم شتون لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د بهرنېو چارو سرپرست وزیر په دې سفر کې د سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزو اړیکو د ښه والي په اړه خبرې کوي.
سیاسي کارپوهان په دې باور دي، چې ترکمنستان کولای شي د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې له افغانستان سره ښه همکاري ولري.
د سیاسي چارو کارپوهانو له انده له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د اړیکو درلودل، نړېوالو بازارنو ته د افغانستان د سوداګرۍ او صادارتو په وده کې مهم رول لري.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي د ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد په پلازمېنه عشق آباد کې له افغان سفارت څخه لیدنه کړې.
نوموړي د سفارت څخه د لیدنې پر مهال د سفارت ډیپلوماټانو او کارکوونکو ته له ترکمنستان سره د اړېکو د پراختیا او قونسلي خدمتونو د چټکتیا په پار لازمې سپارښتنې کړي.
همداراز یې په سیاسي، اقتصادي او د سوداګرۍ برخو کې د هغوی نظرونه، مشوري او غوښتنې اوریدلي دي.